افغان سوله؛ ملا برادر له مایک پمپیو سره د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې وکړې

پمپیو او ملا برداری

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر وايي، د دې ډلې مرستیال مشر ملابرادر او ور سره پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مشرۍ پلاوي سره د ویډيو کانفرنس له لارې خبرې وکړې.

د دې دفتر ویاند سهیل شاهین زیاتوي، دواړه لوري د دوحې تړون له مخې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د بندیانو پر خلاصون، د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیلولو او د عملیاتو پر کمښت وغږېدل

"ملا برادر اخوند وویل، موږ د بین الافغاني خبرو پیلولو ته ژمن یو، لکه چې مخکې مو هم ویلي، لاکن د بندیانو خلاصون کې ځنډ دا خبرې ځنډولې دي".

له بلې خوا سهېل شاهین د ټوېټونو جلا لړۍ کې دا هم وايي، چې ملا برادر د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان په مشرۍ پلاوي سره په دوحه کې وکتل:

"دواړو خواوو په ایران کې د افغان مهاجرینو پر ستونزو، سرحدي مسلو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت بین الافغاني خبرو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې".

د ایران تسنیم خبري اژانس هم له طالبانو سره د ښاغلي طاهریان لیدنې ته په اشارې وایي، نوموړي په دې سفر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره د بهرنیو ځواکونو پر لاسوهنه او د افغانستان پر اړوند مسلو خبرې وکړې.

د عکس تشریح،

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی طاهریان

د تسنیم په خبره، دواړو لورو د تاوتریخوالي پر کمولو، د بهرنیو ځواکونو په تېره د امریکا له لاسوهنې پرته د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیلېدو او د افغانستان او ایران اړوند ګډو مسلو باندې خبرې وکړې.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۹ دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او دا ډله د حکومت زر بندیان خوشي کوي.

حکومت تراوسه نږدې څلور زره طالب بندیان او دې ډلې هم په سوونو حکومتي بندیان خوشي کړي دي.

دا خبرې په داسې مهال دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا سیمې ته راغلی دی.

د امريکا د بهرنيوچارووزارت د رسنيز يادښت له مخې ښاغلى خليلزاد به په دې لړ کې دوحه ، اسلام اباد او تاشکند کې د خپلو کتنې پرمهال پر بين الافغاني خبرو او په ځانګړې توګه د تاوتريخوالي د کمولو او زندانيانو د خلاصون د ملاتړ غوښتنه وکړي.

د ځواکونو پر وتلو خبرې

سهېل شاهین د خپلو ټوېټونو په لړۍ کې زیاتوي، د ملا برادر او مایک پمپیو خبرو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر وویل، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید د مهالوېش له مخې وي:

"د امریکا د بهرنیو چارووزیر هم ومنله چې اسلامي امارت په ښارونو او لویو نظامي مراکزو په حملو نه کولو سره د جګړې ګراف ټیټ کړی دی، خو باید د ټولو جهتونو له خوا د جګړې ګراف نور هم کم شي".

د ځواکونو پر وتلو دا خبرې له هغه وروسته دي چې د جون پر ۲۷ امریکايي رسنیو وویل، د دغه هېواد حکومت دې پرېکړې ته نژدې شوی چې په مني کې له افغانستان له څلور زرو ډېر سرتېري وباسي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۹ د قطر دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې امریکا ژمنه کړې چې که طالبان تړون ته ژمن پاتې شي تر راتلونکي اپرېل یا ۱۴ میاشتو پورې خپل ځواکونه له افغانستان باسي.

د تړون له مخې امریکا باید راتلونکې میاشت یا جولای لومړیو پورې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو نه ۸۶۰۰ ته ټیټ کړي، خو د دوو امریکايي چارواکو په خبره، دوی له نېټې پوره کېدو مخکې د ځواکونو شمېر اتو زرو شپږ سوو ته ټیټ کړی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پنټګان یا دفاع وزارت کې چارواکو بیا بیا ویلي چې تر ۸۶۰۰ د سرتېرو نور کمول به شرایطو پورې تړلي وي.