د ګاندي عینکې بولۍ ته وړاندې کېږي؛ خو نږدې وه چې ورکې شي

Mahatma Gandhi

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ویل کېږي چې مهاتما ګاندي په ۱۹۲۰ لسیزه کې خپلې دا عینکې په سویلي افریقا کې یو چا ته ورکړې وې

په انګلستان کې یوه کس د هند د ازاۍ د غورځنګ مخکښ مهاتما ګاندي عینکې بولۍ ته وړاندې کړې دي. دا کس وایي، په ۱۹۲۰ لسیزه کې یې د کورنۍ مشرانو په سویلي افریقا کې له ګاندي سره لیدلي وو او دا عینکې یې ترې یادګار اخیستې وې.

دغه کس چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی وایي، یادې عینکې یې له تېرو سلو کالو راهیسو د کورنۍ له یوه نسل نه بل ته پاتې شوې دي او اوس یې دی پلورل غواړي.

د انګلستان د (ایسټ برېسټل) د بولۍ شرکت چارواکو تائید کړې ده چې یادې عینکې د مهاتما ګاندي دي.

تمه کېږي چې دا عینکې به بولۍ کې په شاوخوا ۱۵ زره بریتانوي پاونډه خرڅې شي.

یادې عینکې به د روانې اګست میاشتې پر ۲۱مه نېټه برېسټل ښار کې بولۍ ته وړاندې کېږي.

خو نږدې وه چې عینکې ورکې شي:

د عکس سرچینه، East Bristol Auctions Ltd

د عکس تشریح،

تمه کېږي چې دا عینکې به بولۍ کې په شاوخوا پنځلس زره پاونډه خرڅې شي

په دې ټوله کيسه کې جالبه خبره دا ده چې یادې عینکې نږدې وه چې ورکې شي.

د ایسټ برېسټل بولۍ شرکت چلوونکی انډریو سټوف وایي، څښتن یې دا عینکې په یوه کوچني کاغذي پاکټ کې ایښې وې او د دوی د شرکت د لیکونو بکس (لېټر باکس) ته یې ور اچولې وې.

انډریو وایي، دا عینکې درې ورځې په دې بکس کې په داسې حال کې پرتې وې چې نیمایي بکس کې دننه او نیمایي بهر وې.

څښتن یې له خپل نوم او شمېرې سره دا هم لیکلي وو چې یادې عینکې د مهاتما ګاندي دي.

انډریو وایي، کله یې چې پلټنه وکړه او ثابته شوه چې د څښتن خبره سمه ده نو نږدې وه چې له خپلې څوکۍ ولوېږي.

انډریو وایي: "د عینکو څښتن ته مې زنګ وواهه او بولۍ کې مې د دې عینکو تخمیني بیه ورته وښوده. نږدې وه چې له خوښۍ یې زړه ودرېږي".

انډریو وایي، داسې مالومېږي چې دا عینکې مهاتما ګاندي د نظر کمزوري کېدو په لومړیو کلونو کې په سترګو کولې.

نوموړی زیاتوي، د ګاندي په اړه دا خبره مشهوره ده چې خپل ځیني شیان یا د ورځني ژوند توکي به یې خلکو ته ورکول.

د انډریو په خبره، ډېرو کسانو، په ځانګړې توګه له هند ګڼو خلکو د دې عینکو په اړه لېوالتیا ښودلې، خو بختور دی چې ده ته په سم حالت کې ور ورسېدې.

نوموړی وایي، دا عینکې یې د شرکت په تاریخ کې تر ټولو ارزښتناکه جنس دی، او بیخي شونې وه چې چا پټې کړې وای یا د خځلو ډبي کې غورځول شوې وای.