مشورتي لویې جرګې ته غبرګونونه؛ د نړیوالو لخوا هرکلی

پرېکړه

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

یو شمېر بهرنیو هېوادونو د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې هرکلی کړی

په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي او په دې توګه د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو او پایله کې یې افغانستان کې اوربند او سولې ته لاره هواره کړي.

د جرګې له سپارښتنې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې ډېر ژر به د دې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي.

په افغانستان کې دننه او بهر تر ډېره د جرګې د دې پرېکړې هرکلی شوی دی او ځینو بهرنیو هېوادونو هم په دې لړ کې د افغان حکومت ژمنه ستایلې دي.

بهرني غبرګونونه:

کابل کې د بریتانیا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو هرکلی او د زړورتیا ستاینه کوي.

بریتانیا ویلي چې اوس باید د سولې د دوامداره او ټولشموله پروسې لپاره مخامخ خبرې ژر پیل شي، او تاوتریخوالی باید پای ومومي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل افغان دولت او خلکو ته د مشورتې لویې جرګې د بریا مبارکې ورکړې ده. ښاغلي پوتزل ویلي د ولسمشر غني له خوا د ۴۰۰ طالب زندانیانو د فرمان په لاسلیک کېدو سره باید دواړه خواوې د خبرو پيل ته چمتو وي او له دې سره هم مهال باید په ټول هېواد کې اوربند وشي.

د عکس سرچینه، Germany in Afghanistan

د عکس تشریح،

د جرمني ځانګړي استازي کارکس پوټزل د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د جرمني استازي ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې د افغانانو ترمنځ خبرو کې د فعال رول لوبولو لپاره چمتو دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي او په افغانستان کې پخواني سفیر محمد صادق خان پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې هېواد یې د مشورتي لویې جرګې له خوا ولسمشر محمد اشرف غني ته ۵۰۰۰ کسیز نوملړه د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو د سپارښتنې هرکلی کوي.

محمد صادق خان ویلي د دې سپارښتنې په عملي کېدو سره به د افغانانو ترمنځ خبرو پر وړاندې لوی خنډ لرې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده او پکې یې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو هرکلي ترڅنګ د بین الافغاني خبرو د ژر پیل هیله ښودلې.

د طالبانو او نورو افغانانو غبرګونونه:

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1

د عکس تشریح،

طالب ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، که پاتې بندیان یې خوشي شي یوه اوونۍ کې خبرې پیلوي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل چې که دا ۴۰۰ زندانیان خوشې شي نو دوی په یوه اوونۍ کې مخامخ خبرو ته چمتو دي.

سهیل شاهین د بي بي سي خبریالې شازیه حیا ته وویل چې نور د خبرو پر وړاندې خنډ نشته او د دوی ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی چې مشري به یې عباس ستانکزی کوي د خبرو لپاره چمتو دی.

نوموړي ویلي د خبرو پیل به د قطر په پلازمینه دوحه کې وي. د اوربند په اړه سهیل شاهین وویل چې دا موضوع د بین الافغاني خبرو په اجنډا کې ځای لري او دوی له وړاندې تاوتریخوالی کم کړی دی.

مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د دې جرګې د سپارښتنو هرکلی کړی دی. ښاغلي کرزي د جرګې پر وروستۍ ورځ ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل چې د دې نیک اقدام یې ډېر قدر کوي. نوموړي زیاته کړه:

"جرګه دې را وبلله زمینه دې د مذاکراتو د پيل برابره کړه کور دې ودان ".

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر وروستۍ ورځ مشورتي لویې جرګې ته وینا وکړه

ښاغلي کرزي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د سولې دې بهیر کې به ورسره مرسته کوي.

ښاغلي کرزي وویل د لویې جرګې پریکړه لیک د ده په وینا بحث پای ته ورساوه او "موږ یې زموږ هیلو ته ورسولو ".

حامد کرزي پر طالبانو چې وايي پخوا یې هم وروڼه بللې غږ وکړ چې جګړه بس کړي، خبرې پیل کړې او د دې خبرو زمنیه دې جرګې برابره کړې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کول ترخه پرېکړه، خو لویې جرګې سره یې د خپلې ژمنې پر ځای کولو لپاره کوي.

نوموړي ویلي، اوس د طالبانو وار دی چې د افغانانو تنوع او ټولشمولیت ومني او د خبرو مېز ته کېني، ځکه اوس هېڅ خنډ نه دی پاتې.

ښاغلي صالح لیکلي، په دې لړ کې یې ننګونو او د اطمینان نشتوالي ته هم پام دی.