عمران خان ډاکټر عبدالله ته د سولې خبرو لپاره پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې

خان

د عکس سرچینه، PM KHAN / ABDULLAH FACEBOOK

د عکس تشریح،

عبدالله عبدالله او عمران خان پر افغان سوله تیلیفوني خبرې کړې دي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تیلیفوني خبرو کې د افغانانو د خپل‌منځي خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې.

د ملي مصالحي عالي شورا د دفتر خبرپاڼه وايي، د پاکستان لومړي وزیر په دغو ټلفوني خبرو کې ښاغلي عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړې. ښاغلي عبدالله هم ویلي چې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو وروسته به ډېر ژر په مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.

خبرپاڼه کاږي چې عمران خان ښاغلي عبدالله ته ویلي چې هېواد یې د افغان سولې ملاتړ کوي او د افغانانو د سولې د خپل‌منځي خبرو د ژر پیلېدو غوښتونکی دی.

د خبرپاڼې په وینا دواړو لورو په افغانستان کې د سولې لپاره اوسنی فرصت استثنايي بللی او په اورکم یې هم ټینګار کړی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر هم په دې تړاو یوه خبرپاڼه خپره شوې. خبرپاڼه کې د عمران خان له قوله ویل شوي چې د افغانستان کشاله پوځي حل نه لري او یوازې د خبرو له لارې حل کېدلی شي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې له تېرو دریو ورځې راهیسې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو شپږ کسیز پلاوی د پاکستان په بلنه، هلته د پاکستاني چارواکو سره په لیدنو، کتنو بوخت دي.

سرور دانش: د سولې اصلي مخالفان طالبان دي

د عکس سرچینه، Danesh Facebook

د عکس تشریح،

سرور دانش ایي، طالبان د سولې خبرې ځنډول غواړي

په ورته مهال د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي طالبان له دولت سره د خبرو د ځنډول لپاره پلمې لټوي.

هغه وايي که څه هم طالبان او د هغوی پلویان دولت د سولې پر وړاندې پر خنډ جوړولو تورنوي، خو د سولې واقعي مخالفین طالبان دي چې هره ورځ يې تاوتريخوالی ډېر کړی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې ملکيان وژني.

خو طالبانو له امریکا سره د تړون د لاسلیک له مهاله ویلي چې د بندیانو د تبادلې د بهیر له بشپړېدو وروسته له دولت سره خبرو ته کېني او د تاوتريخوالي کمول او اوربند هم په دغو خبرو کې مطرح کېدی شي.

ښاغلي سرور دانش چې د عاشورا د نمانځنې په یو لړ مراسمو کې یې وینا کوله د طالبانو واکمنۍ ته په کېنایه کې وویل په اوسني افغانستان کې د زور، انحصار او حذف سیاست ځواب نه ورکوي او د افغانستان خلک بې وزلي او لوږه منلی خو زور او تبعیض نشي زغملی.

قریشي: طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي

د عکس سرچینه، Ministry of Foreign Affairs, Islamabad

د عکس تشریح،

ښاغلي قرېشي وویل، شاوخوا دوه ساعته يې له طالب پلاوي سره دده په ټکیو په دوستانه او ښه ماحول کې خبرې وشوې.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي او په دې باور دي، چې په افغان سولې بهیر کې شته خنډونه د خبرو له لارې لرې کېدلی شي.

له ښاغلي قرېشي سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سه شنبې په مازديګر طالب پلاوي ملاقات وکړ، چې په دغه ملاقات کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید هم موجود وو.‌

ښاغلي قرېشي تردې ملاقات وروسته له رسنیو سره خبرو کې وویل، شاوخوا دوه ساعته يې له طالب پلاوي سره دده په ټکیو په دوستانه او ښه ماحول کې خبرې وشوې.

''دوی وايي،‌ د دوحې د سولې تړون ته ژمن دي او وايي، باید په هغه تړون کټ مټ عمل وشي. هغوی نن هم هغه تړون ته ژمن ښکاري، او زیاتوي، که لږ ډېرې ستونځې وي،‌ نو د خبرو اترو له لارې هوارېدلی شي. زما هیله ده، چې زموږ له دوی سره تردې ملاقات وروسته به یوه لاره راووځي ''.