" د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله بشپړه شوه؛ ۷ طالب بندیان قطر ته استول کېږي"

کومانډو
د عکس تشریح،

دا هغه دوه تنه وروستي افغان کومانډویان دي چې طالبانو چارشنبه خوشي کړل

په افغان حکومت او طالبانو کې معتبرو سرچینو بي‌ بي‌ سي ته ویلي، د دواړو خواو ترمنځ د بندیانو د خلاصون او تبادلې بهیر بشپړ شوی، او د حکومت په بند کې د اوس لپاره یوازې ۷ طالب زندانیان پاتې دي‌ چې وروسته به قطر ته استول کېږي.‌

بله خوا په پام کې ده چي پنجشنبه سهار به د افغان دولت ۲۱ کسیزه مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره له کابله د قطر مرکز دوحې ته روان شي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، افغان حکومت د چارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه د ۷ طالب زندانیانو پرته د دغه ډلې ټول هغه څلور سوه زندانیان خوشي کړي چې مشورتي لویې جرګې یې د ازادېدو سپارښتنه کړې وه.

د وسلوالو طالبانو دوو معتبرو سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا ۷ تنه طالب بندیان هغه کسان دي چي د اسټرالیایي او فرانسوي ځواکونو په وژنه تورن دي، او دا کسان به په راتلونکو ورځو کي قطر ته ولیږدول شي.

وسلوالو طالبانو هم چارشنبه ماسخوتن ناوخته په خپل بند کې وروستي دوه افغان کومانډویان خوشي کړل.

د پاتې ۷ طالب بندیانو پر سر معامله؟

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر چارشنبه خپلې اسټرالیاوۍ سیالې سره خبرې کړې وې

د سرچینو په خبره، د بهرنیو ځواکونو پر وژنه تورن ۷ طالب بندیان به د بین الافغاني خبرو پر مهال قطر کې نظر بند وي.

فرانسې او اسټرالیا له افغان حکومته غوښتي وو چې دغه کسان دې نه خوشي کوي.

خو له وروستۍ پریکړې داسې ښکاري چې افغان حکومت دې دواړو هېوادونو سره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

هېره دې نه وي‌ چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې موضوع د اسټرالیا او فرانسې له حکومتونو سره په اړیکه کې و.

د یاد وزارت سرپرست حنیف اتمر د چارشنبې پر ورځ هم د اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره تیلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې که څه هم دې موضوع ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې اسټرالیا د افغان سولې بهیر ملاتړ کړی.

ایا ټول افغان کومانډویان خوشي شوي؟

د عکس تشریح،

د افغان پوځ کومانډویان له تېرو دوه کالو راهیسې د طالبانو په بند کې وو

طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي‌ چې دوی د افغان پوځ هغه پاتې دوه تنه کومانډویان هم چارشنبه خوشي کړل او د کندهار ولایت چارواکو ته یې وسپارل.

یاده دې وي‌ چې طالبانو سې شنبه ناوخته هم څلور تنه افغان کومانډویان خوشي‌ کړي وو.

خو د طالبانو په بند کې د افغان کومانډویانو د شمېر په اړه افغان حکومت کي دننه چارواکي یوه خوله نه دي .

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب څو ورځې مخکې له اریانا تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې د حکومت ۲۴ تنه کومانډویان له طالبانو سره اسیران ول.

ښاغلي محب هغه مهال ویلي وو، له دې ډلې ۴ تنه یې د بېلا بېلو عملیاتو په پایله کي راخوشي شوي او نور یې له طالبانو سره لا هم بندیان دي.

خو طالبان وایي، له دوی سره یوازې همدا شپږ تنه کومانډویان وو، او نور ۱۲ تنه یې لادرکه دي.

بله خوا د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح چارشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د څلور سوو لانجمنو طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر وروسته له هغه پیل شو چې طالبانو دولتي کومانډویان خوشې کړل.

د ښاغلي صالح په خبره، حکومت لومړی د یادو کومانډیانو د هویت مالومولو لپاره د هغوی له کورنیو سره اړیکې ټینګې کړې.

نوموړی وایي، بلاخره حکومت ډاډه شو چې خوشي کېدونکي کسان افغان کومانډویان دي او له طالبانو سره نور د حکومت کومانډو اسیران پاتې نه دی.

ښاغلي صالح زیاته کړه،‌ حکومت له همدې ډاډ وروسته پریکړه وکړه چې پاتې طالب بندیان ګام په ګام خوشي کړي.