خلیلزاد او جنرال مېلر د پاکستان پوځي چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلي

پاکستان

د عکس سرچینه، DG ISPR

د عکس تشریح،

زلمي خلیلزاد او جنرال مېلر راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره کتلي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پنجشبه پاکستان ته رسېدلي او د دې هېواد له پوځي چارواکو سره یې کتلي‌ دي.‌

د پاکستاني پوځ د عامه اړیو څانګه (ای اېس پي ار) وایي، دوی دواړو راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو پوځي مشرانو سره ناسته کړې ده.‌

د پاکستاني پوځ په وینا، په دې ناسته کې د افغان سولې پر بهیر او همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.‌

د (ای اېس پي ار) پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې خلیلزاد او جنرال مېلر د افغان سولې بهیر کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.‌

زلمی خلیلزاد څو ورځې وړاندې د افغان سولې بهیر په لړ کې د سیمې د هېوادونو په سفر روان شوی و.

پاکستان ته له تګ وړاندې ښاغلي خلیلزاد دوحه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره هم کتلي وو.

ایا د سولې خبرو کې د پرمختګ تمه کېدلی شي؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

زلمی خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر په داسې حال کې پاکستان ته تللي چې د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره د افغان دولت او د طالبانو د مرکچي‌ پلاوي ترمنځ‌ روانې خبرې په ټپه ولاړې دي.‌

دواړه خواوې لا هم د اصلي مذاکراتو لپاره پر یوه ګډه کړنلاره نه دي سلا شوې، او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تماس ډلو هم خپلو کې کومه ناسته نه ده کړې.‌

همدې وضعیت ته په کتو سره فکر کېږي چې د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد د سیمې د هېوادونو په کچه دیپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړې دي چې د خبرو درېدلي بهیر بیا پیل شي.

د ښاغلي‌ خلیلزاد د هڅو ترڅنګ د افغان سولې د ملاتړو هېوادونو ډلې هم څو ورځې وړاندې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ‌ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.

خو هغه مهال دواړو خواو ویلي وو چې خبرو کې کوم دریمګړي ته اړتیا نشته، او دوی به ژر خپلو کې پر یوې کړنلارې سره سلا شي.‌

د سولې لپاره د سیمه ییزو هېوادونو ملاتړ

د عکس سرچینه، Abdullah

د عکس تشریح،

عبدالله عبدالله پنجشنبه نوي ډيلي کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره وکتل

په ورته وخت کې د افغان مصالحې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ هند ته په څلور ورځني سفر تللی دی، چې په سیمه ییزه کچه د افغان سولې لپاره ملاتړ ډېر کړي.

نوموړي د چارشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت سلاکار او د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد لومړي وزیر سره ولیدل.

ښاغلی عبدالله تر دې لیدنې وروسته په یوه ټوېټ کې لیکي: "موږ په خپله دوستانه مباحثه کې د افغان سولې بهیر پر وروستۍ پرمختیا، د دوحې خبرو او د سولې هڅو سره د هند پر ملاتړ خبرې وکړې."

عبدالله تېره اونۍ پاکستان ته درې ورځنی سفر درلود او د هغه هېواد چارواکو هم د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړ.