نايجريا کې د سلګونو تښتول شويو نجونو د لټون عمليات پيل شوي
د نايجريا پوليسو د ښوونځي ۳۱۷ تښتول شويو نجونو د لټون او ژغورنې عمليات پيل کړي دي. تېره ورځ (جمعه ۲۶ فبروري) د نايجيريا په لوېديځ زامفارا کې وسله والو له ښوونځي دغه زده کوونکې تښتولې وې.
د نايجريا پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په مرسته د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
ويل کېږي دوې هليکوپټر هم سېمې ته لېږل شوې دي.
د نايجريا ولسمشر محمدو بوهاري د ښوونځي زده کوونکو تښتونه يو "غير انساني او د نه منلو کړنه بللې ده".
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) د ښوونځي زده کوونکو تښتونه غندلې او د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.
ځينې راپورونه وايي دغه نجونې چې عمرونه يې له ۱۲ تر ۱۶ کالو دي د دنګولبي ځنګل ته لېږدول شوې دي.
د دغې پېښې له امله په سیمه کې اوس ټول ښوونځي تړل شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې او د نجونو د تښتونې مسووليت نه دی منلی.
دغه عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې تېره اوونۍ د نايجريا په کګرا سيمه کې د ۲۷ زده کوونکو په ګډون ۴۲ تنه تښتول شوي او لا تراوسه يې درک معلوم نه دی.
په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام اسلامپالې ډلې ملېشو له خوا په چبوک کې د ۲۷۶ ښوونځي نجونو د تښتونې له پېښې وروسته په نايجريا کې پر ښوونځيو بريدونو د نړیوالو توجه ورجلب کړې ده. خو وروستۍ پېښې او بريدونه د جنايت کارو ډلو کار ښکاري.
دا په دې وروستيو اوونيو کې د ښوونځيو په نښه کولو وروستۍ ډله ايزه تښتونه ده. وسله والې ډلې ډېری وخت د ښوونځي ماشومان د پيسو لپاره برمته کوي.