کورونا په اروپا کې؛ د محدودیت ماتوونکو پرضد پولیس سخت ګامونه پورته کوي

جرمني کې د محدودیتونو ضد مظاهرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جرمني کې د محدودیتونو ضد مظاهرې

اروپا کې د کورونا وېروس د مخنیوي اړوند محدودیتونو پرضد د نويو اعتراضونو مقابل کې پولیسو سختو اقداماتو ته مخه کړه.

دا مظاهرې په داسې مهال دي چې کورونا وېروس نوې څپې خپرېدو سره اروپايي ټولنه کې میلیونونه کسان بیا له سختو محدودیتونو سره مخ شول.

هالنډ کې هم پولیسو د پلازمېنې امستردام د موزیم څلور لاره کې د معترضانو د تیت پرکولو لپاره اوبه وکارولې.

د جرمني په کسل ښار کې پولیس وايي، کله چې معترضانو د پولیسو له ځنځیر د تېرېدو هڅه وکړه، نو د مرچکو ګاز پرې وشندل شو.

جرمني کې دوه اونۍ مخکې محدودیتونه کم شول، خو د دغه هېواد لومړۍ وزیره انګلا مرکل وايي، د کورونا وېروس دریمې څپې له امله ښايي محدودیتونه بیا ولګېږي.

فرانسه او ایټالیا په اروپا کې دوه نور ستر هېوادونه دي چې د کورونا محدودیتونه بیا پیلوي.

فرانسې د شنبې شپې له نیمايي نسبي محدودیتونه پیل کړل. بې ضرورته کارونه تړل شوي، خو ښوونځي پرانیستي دي.

دا په داسې مهال ده چې د پولنډ روغتیايي چارواکي وايي، بریتانیا کې اول ځل پېژندل شوی نوی کورونا وېروس دومره په چټکۍ خپرېږي، که مخنیوی یې ونه شي، نو ښايي محدودیتونه لا سخت شي.

پولنډ کې له شنبې کلتوري، د ورزشي او هوټلونو په څېر بې ضرورته کارونه تر دریو اونیو وتړل شول.

د سویس حکومت هم پرېکړه کړې چې د کورونا محدودیتونه لږ تر لږه تر څلورو اونیو ولګوي.

د ویډیو تشریح،

د کورونا وېروس لپاره معاینه