افغان حکومت: د طالبانو په اړه د ضمیر کابلوف څرګندونې د امنیت شورا او 'ترویکا' قراردادونو سره په ټکر کې دي

د طالبانو پلاوی مسکو ته په وروستي سفر له کابلوف سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د طالبانو پلاوی مسکو ته د یو سفر پر مهال له ضمیر کابلوف سره ولاړ دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر هغو څرګندونو اعتراض کړی چې د طالبانو په اړه یې کړې وې.

ښاغلي کابلوف دوې ورځې وړاندې یوې انلاین غونډې ته ویلي وو، دا شونې ده چې طالبان پر ځینو ولایتي مرکزونو ولکه ټینګه کړي.‌

نوموړي همدا راز ویلي وو، د طالبانو لخوا د افغانستان د ځینو شمالي ولایتونو نیول ښایي د روسیې په ګټه وي، ځکه دا ډله د داعش او نورو هغو سخت دریځو ډلو پر ضد جنګېږي چې روسیې او مرکزي اسیا ته ګواښ پېښوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلي، د زور له لارې د طالبانو واک ته رسېدلو موضوع ته هوا ورکول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قرارداد او د 'ترویکا' ناستې له قرارداد سره په ټکر کې دي.

یاد وزارت ویلي، طالبانو د دوحې تړون له لاسلیکولو راهیسې خپلې ټولې ژمنې ماتې کړې دي او د افغان دولت برعکس دا ډله د سولې خبرو او د تاوتریخوالي کمولو ته ژمنه نه ده.‌

د بهرنیو چارو وزارت وایي، که چېرې ضمیر کابلوف داسې مالومات لري چې ګواکې طالبان د خبرو له لارې د جګړې ختمولو ته ژمن دي نو له افغان حکومت سره دې یې شریک کړي.

کابلوف پخوا هم افغان حکومت ناراضه کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د طالبانو په اړه د روسي ولسمشر ځانګړي استازي څرګندونو افغان حکومت غبرګون ته اړ ایستلی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت په اړه څرګندونې، او " طالبان لوی ښودل" د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي.

ضمیر کابلوف تېره فبرورۍ میاشت کې هم د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نشي.‌

نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه "ملي ډله" بللې وه او ادعا یې کړې وه چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنترول کې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال هم په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي وو،‌ د ښاغلي کابلوف خبرې "د واقعیتونو خلاف " دي او "تناقض " لري.

اعلامیه کې راغلي وو، له یوې داسې ډلې سره چې روسیه یې پخپله "ترهګره" بولي، د افغانستان د دولت پرتله کول د روسیې او افغانستان له ګډ سیاست سره په ټکر کې دي.‌