ملا برادر کندهار ته ورسېد؛ کابل کې د طالبانو ویاند د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو

برادر

د عکس سرچینه، Getty Images

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، د طالبان مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر افغانستان ته رسېدلی او د سه شنبې پر ورځ د کندهار هوایي ډګر کې ښکته شوی.

ښاغلي نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ملا برادر سره د طالبانو یو جګپوړی پلاوی هم کندهار ته رسېدلی دی.

په ورته مهال د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبه په لومړي ځل کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز کې د خبریالانو پر وړاندې راڅرګند شو او په عام محضر کې یې خبرې وکړې.

نوموړي وویل، طالب مشران دا مهال د نوي حکومت پر جوړولو پوخت دي او هر کله چې یې کار بشپړ شو، اعلان به شي.

طالب ویاند داسې مهال د نوي حکومت خبره کوي چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړی دی.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح،

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې د کامرو مخکې نه و راڅرګند شوی

نوموړي خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل، طالبان له هېچا سره دوښمني نه کوي او دا هم نه غواړي چې افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر پاتې شي.

طالب ویاند وویل، د دوښمنۍ دور پای ته رسېدلی او دوی ټولو هغو کسانو ته عفوه اعلان کړې چې د طالبانو پر ضد جنګېدلي وو.

پر افغان پلازمېنه کابل تر ولکې وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ویاند خبري کنفرانس ترسره کوي. ذبیح الله مجاهد دا شېبه له ویاړه ډکه وبلله.

هغه وویل، له شل کاله هڅو وروسته طالبان په دې وتوانېدل چې بهرنیان وشړي او افغانستان ازاد کړي.

د سه شنبې خبري ناسته کې د طالبانو له ویانده ډېری پوښتنې د افغان مېرمنو د حقونو او همدا راز په ټولنه کې د دوی راتلونکي په اړه وشوې.

ذبیح مجاهد ټینګار وکړ چې مېرمنې به د شریعت په رڼا کې له ټولو حقونو برخمنې وي، خو په دې اړه یې نور ډېر جزئیات ورنکړل.