نیو زیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي
هېڅ داسې کس به د سګرېټو پېرلو اجازه نه لري، چې له ۲۰۰۸ وروسته زېږېدلی وي.
نیو زیلنډ د سګریټ څکولو روږدیتوب پای ته رسولو هڅو لړ کې پر نوي کول د تمباکو پلور بندوي.
د یوه نوي قانون له مخې چې راتلونکی کال یې د تصویب تمه کېږي، دغه هېواد کې به له ۲۰۰۸ وروسته زېږېدلی هېڅ یو کس نه شي کولای ټول عمر سګرېټ یا له تمباکو جوړ شوي تولیدات وپېري.
د نیو زیلنډ روغتیا وزیره عائشه ویرال په دې هکله وايي:
''موږ غواړو ځوانان د سګرېټ څکولو له روږدیتوبه لېرې وساتو. ''
دغه اقدام د نیو زیلنډ روغتیا وزارت له لوري د تمباکو کاروولو ضد اقداماتو هغه نوې لړۍ یوه کړۍ ده، چې پر پنجشنبه یې اعلان کړل.
د نیو زیلنډ روغتیا پالانو د دې اقداماتو هرکلی کړی، دا یې داسې اصلاحات بللي، چې د نړۍ په کچه 'مخکښ ' دي او له مخې به یې په سګرېټو کې د نیکوټین کچه هم کمه شي.
د اوټاګو پوهنتون پروفیسره جېنټ هوک په دې هکله وايي:
''دې سره به ځوانان پر نیکوټین د روږدیتوب عادت پرېږدي او یا به داسې تولیداتو ته مخه کړي، چې ډېر مضر نه دي. ''
نیو زیلنډ چارواکي هغه ملي هدف ته د رسېدو هڅه کوي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې پر سګرېټو د روږدیو کسانو شمېر پنځه سلنې ته ټیټ او بالاخره په هېواد کې د تمباکو کاروونکو شمېر صفر ته ورسېږي.
په نیو زیلنډ کې اوس په داسې حال کې ۱۳ سلنه بالغ کسان سګرېټ څکوي، یا تمباکو کاروي، چې یوه لسیزه مخکې دا شمېر د ټولټال نفوس ۱۸ سلنې ته رسېده.
خو په بومي مائوري توکمو کې بیا دا کچه ۳۱ سلنه وګړو ته رسېږي، چې له همدې کبله د ناروغیو او مړینې کچه هم پکې ډېره ده.
د نیو زیلنډ روغتیا وزارت وايي، تمباکو کاروول پر سرطان د اخته څلورو ناروغانو له ډلې د یوه د ناروغۍ لامل دی او د دې هېواد څه باندې پنځه میلیونه نفوس کې د مړینې یو داسې لوی لامل دی، چې مخه یې نیول کېدای شي.
پر تمباکو تولیداتو له یوې لسیزې راهیسې تدریجي بندیزونه لګېدلي دي.