عباس ستانکزي: هېڅوک افغانې مېرمنې او نجونې له خپلو حقونو محرومولی نه شي

  • صابر عزیز
  • بي بي سي
Girls in tears on hearing the news at the Sayed ul Shuhada school in Kabul on 23 March, 2022.
د عکس تشریح،

د روان کال مارچ کې د نجونو ښوونځیو تړل کېدو له اعلان وروسته کابل کې نجونې له اوښکو ډکې سترګې کورونو ته ستنې شوې (ارشیف تصویر)

حکومت یې له تېر نژدې یوه کال راهیسې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته زدکړو باندې بندیز روان ساتلی، خو د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېڅوک افغانې مېرمنې او نجونې له خپلو حقونو محرومولی نه شي.

شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه دوی ښځې له پامه نه شي غورځولی او په وینا یې هغوی حق لري، چې د سیاست او اقتصاد په ګډون د ژوند پر هر ډګر فعاله ونډه ولري.

له دې سره هممهال، پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي، بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ټول ښوونځي سملواره پرانېزي.د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت معین وایې هیڅوک افغان میرمنې او نجونې له خپلو حقونو نشي محرومولی.

تېره اونۍ د علماوو شورا غوڼدې هم له ښوونځي د محرومو افغان نجونو لپاره هیڅ ښه خبر نه درلود او تازه بیا د طالبانو د مشر اختریز پیغام کې هم هیڅ اشاره نه ده ورته شوې.

خو طالبانو په حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی بیا هغه څېره ده چې په هره غونډه کې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو موضوع راپورته کوي.

تازه نوموړي تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې حکومت یې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او هیڅوک د تعلیم په ګډون د دوي هیڅ یو حق نشي ترې اخیستلای:

نوموړي وویل:

" موږ ښځې نشو ایګنورولای، دا د ټولنې مهم قشر دی، باید د افغانستان په بیا ودانولو کې، د افغانستان په سیاست کې، د افغانستان په هره برخه کې فعاله ونډه ولري، موږ یې ورکوو، زموږ د نظام په سیوري کې به د نارینه وو او ښځو حقونه خوندي وي."

نوموړي له دې وړاندې هم د طالبانو یوې لویې غونډې ته خبرو کې د نجونو د ښوونځو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

بل لور د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي هم یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرته له ځنډه پرانیزي.

ښاغلي کرزی له العربیه ټلویزیون سره مرکه کې، د نجونو د تعلیم، د طالبانو علماوو شورا په غونډه او یو لړ نورو مسایلو غږېدلی دی:

" دا د افغانسان د ټولو خلکو په ګټه ده چې ټول افغان ماشومان زدکړې وکړي، نجونې له دې فرصته مستثنا نه دي او زه د طالبانو په حکومت بیا غږ کوم چې په دې برخه کې بېړني ګامونه واخلي او ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي هم یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

له وړاندې داسې راپوټونه دي چې د طالب چارواکو ترمینځ هم د نجونو د زده کړو په تړاو د نظر اختلاف ژور دی، چې ورسره د افغان نجونو ددغه حیاتي حق برخلیک یې ناروښانه کړی.

طالبان ددې ځنډ لاملونه د نجونو لپاره د سم چاپېریال رامنځته کول، حجاب، د ښځینه ښوونکو کموالی او ان تعلیمي نصاب یادوي.

خو همدا دوې ورځې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد له بي بي سي سره خبرو کې له یو بل مهم لامل هم پرده پورته کړه، چې ګواکي دمګړۍ له اقتصادي پلوه هم دوي ددې جوګه نه دي چې په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي فعال وساتي.

ښاغلي عباد د بي بي سي له انګیسي برخې سره مرکه وویل چې دوي غواړي چې د ټول هېواد نجونې زد کړو ته متوازن لاسرسی ولري، خو یو پلو یې امریکا شتمنۍ کنګل کړې او له بل پلوه له اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګریوان دي. نوموړي وویل:"اصلي ستونزه اقتصاد دی، تاسو پوهیږئ چې زموږ ټوله پانګه بهر کې ګنګل ده."

د طالبانو دا ډول بېلا بېلې ګرڅندونې له نیوکو سره ملې دي.

په دې برخه کې د نجونو د زده کړو فعالي او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو خالي ژمنو او پلمو دا او د تعلیم له حقه محرومې افغان نجونې ناهیلې کړې دي.