افغانستان
مهم خبرونه
افغانستان کې د لويو لارو ويجاړی
افغانستان کې د لويو لارو ويجاړی، د درانه بار لېږد ګاډو او لاريو ژور زيان اړوي، کندهار کې بيا د ټولګټو اداره وايي د ګاډو د چلن څار کمسيون یې جوړ کړی. راپور پرې لرو.
- 23 فبروري 2019 - 04 کب 1397
افغان حکومت: د سولې لپاره طرحه لرو
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا افغان حکومت یوه طرحه لري او هر کله چې طالبان وغواړي دوی ورسره خبرو ته چمتو دي. د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د قطر راتلونکې غونډه هيله بښونکې بولي او تمه ښيي چې د طالبانو پلاوی به پکې له دوی سره د خبرو او اوربند په اړه پرېکړه وکړي.
- 23 فبروري 2019 - 04 کب 1397
غني: د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د اوبو پر مهارولو پانګونه یې لومړیتوب دی او د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي. ولسشمر غني وايي، د اوبو د بندونو څېړنه دوام لري او د ۶۰۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو لپاره یې د دهلې بند ته امکانات برابر کړي دي.
- 23 فبروري 2019 - 04 کب 1397
د کندهار معروف ولسوالي؛ تکتیکي لېږد که سقوط
د کندهار چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د غرنۍ معروف ولسوالۍ مرکز یې چې د لاسرسي ستونزه یې درلوده، بل ځای ته لېږدولی او پر هغې یې د طالبانو د ولکې ادعا رد کړې ده. خو طالبانو ویلي، معروف ولسوالي یې له دوه کلنې کلابندۍ وروسته بشپړه نیولې ده.
- 23 فبروري 2019 - 04 کب 1397
"معروف سقوط نه دی کړی، لېږدول شوې"
د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي وايي، د معروف ولسوالۍ د اداري مرکز د لېږد غوښتنه له څه مودې راهیسې په کابل کې تر څېړنې لاندې ده:
- 23 فبروري 2019 - 04 کب 1397
ملي امنیت شورا د خپلو کارکوونکو بهرني معاشونه ودرول
ملي امنیت کې د افغان ولسمشر سلاکار حمدالله محب وايي، له سفارتونو سره د دغې شورا کارکوونکو تړاو د هېواد ملي ګټو ته زیان رسولای شي او دغه راز د کارکونکو بې پریتوب یې مشکوک کړي. ښاغلي محب د دغه اقدام هدف له بهرنیو ادارو سره د ملي امنیت شورا کارکونکو وفاداري له منځه وړل وبلل.
- 22 فبروري 2019 - 03 کب 1397
للو للو: د هغه چرګ کيسه چې هر سهار به يې خلک له خوبه راويښول
د للو للو دا کیسه د یوه چرګ ده چې هر سهار به یې خلګ له خوبه را کېنول. چرګ پر ټولو ګران و. خو کلونه تېرشول، په کلي کې نوي کورونه جوړ شول، کلی غټ شو، خلګو ساعتونه پېدا کړل او نور څوک د چرګ په اذان له خوبه نه ویښېدل.
- 22 فبروري 2019 - 03 کب 1397
طالبان: ملا برادر یوازې د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې ګډون کوي
افغان طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي. طالبانو بي بي سي ته ویلي، د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.
- 22 فبروري 2019 - 03 کب 1397
ورځپاڼې: خلیلزاد د مسکو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې پیلوي
ترکۍ ډیلي صباح ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کان د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. ورځپاڼه لیکي دواړو چارواکو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې او په دې برخه کې د روانو هڅو او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د ترکیې پر ونډه خبرې وکړې.
- 22 فبروري 2019 - 03 کب 1397
طالبان: ملا برادر د قطر راتلونکو خبرو کې ګډون نه کوي
طالبان له امریکا سره په را روانو خبرو کې د خپل نوي سرمرکچي ملا عبدالغني برادر د نه ګډون خبره کوي. ټاکلې ده دا خبرې را روانه دوشنبه په قطر کې وشي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ملا برادر به مناسب وخت کې قطر ته لاړ شي او اوس هم خپل کارونه له نږدې څاري.
- 22 فبروري 2019 - 03 کب 1397
کرېکټ: افغانستان له ایرلنډه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه ایرلنډ ته په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۵ وېکټو ماتې ورکړه. ایرلنډ لومړۍ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان د پاڼۍ پیل ښه نه و، خو په پای کې یې ټاکل شوی هدف په ۵ وېکټو په وروستي اور کې بشپړ کړ
- 21 فبروري 2019 - 02 کب 1397
ولسمشر غني ترکمنستان کې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته رسېدلی او هلته یې له خپل ترکمن سیال سره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي. ولسمشر غني په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان له دغه ګاونډي هېواد سره تاریخي ښې اړیکې وستایلې
- 21 فبروري 2019 - 02 کب 1397
د نړۍ له کومو ژبو خبر یاست؟
څېړنې ښيي په نړۍ کې له ۶۵۰۰ تر ۶۹۰۰ پورې ژبې دي. له دې ډلې یې ۲۰۰۰ داسې دي چې په هره یوه یوازې د زرو شاوخوا خلک خبرې کوي.
- 21 فبروري 2019 - 02 کب 1397
په مورنۍ ژبه د زدکړو حق
د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. دا ورځ ملګرو ملتونو په دې موخه چې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د خلکو او دولتونو پام لا زیات شي نومولې ده.
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397
چای خونې که د خواله ځای
د افغانستان د کابل په ګډون په ډېرو لویو ښارونو کې، چای خونې او کافي ګانې جوړې شوې دي. ځوانان ورځي او پر بېلابېلو موضوګانو په کې بحثونه او خبرې کوي.
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397
افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان د وروستۍ سیاسي ترینګلتیا او د افغان سولې د خبرو په اړه په کابل کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې غندلې دي او په دې اړه یې کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته د احتجاج ثبتولو لپاره احضار کړی
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397
'د سولې هره هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي'
د طالب او امریکایي چارواکو د خبرو بل پړاو ته له نژدې کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې دغو خبرو او د سولې هر ډول هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي.
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397
ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل
د افغانستان حکومت ویلي، ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان، چې په ایران کې زنداني شوي وو، افغانستان ته سپارلي دي. په پام کې ده افغانستان هم ایراني بندیان دغه هېواد ته وسپاري. د بندیانو د تبادلې بهیر له ۱۳۹۳ کال راهیسې پیل شوی.
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397
ځینې افغانان د سوېډنۍ پېغلې جرمانه ولې ور کوي؟
ځینې بهر مېشتو افغانانو د هغې سوېډنۍ پېغلې د جرمانې ور کولو ټټر وهلی چې تېر دوبی یې له خپل هېواد د یوه افغان کډوال د ستنېدلو د مخنیوي لپاره الوتکه کې اعتراض وکړ.
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397
افغانستان ته د پیسو سپینولو په هکله د اروپایي ټولنې خبرداری
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپايي ټولنې د پیسو سپینولو د ډېر خطر لرونکو هېوادونو نوملړ کې د ور زیاتولو خبرداری ور کړی. د افغانستان بانک وايي، دغه نوملړ ته ور زیاتېدلو سره یې د هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کېږي.
- 20 فبروري 2019 - 01 کب 1397