د اسکار جایزې سیالۍ ته ۸۵ فلمونه غوره شوي؛ د افغانستان استازی نوملړ کې نشته

د انځور حقوق .
Image caption "تلل" فلم د افغانستان او ایران ګډ محصول دی

د سینمایي هنرونو او علومو اکاډمۍ د هغو فلمونو نوملړ خپور کړی چې "د غیرانګلیسي ژبې غوره فلم اوسکار جایزې" سیالیو کې یې د ګډون غوښتنه کړې ده.

په دغه نوملړ کې د ایران، یمن، عراق او سعودي عربستان استازو په ګډون ۸۵ فلمونه لیدل کېږي، خو د افغانستان د استازي نوم چې دغې اکاډمۍ ته ورپېژندل شوی و، په لومړني نوملړ کې نشته.

"تلل" فلم د افغانستان د استازي په توګه د اوسکار بهرنیو ژبونو فلمونو برخې ته ورپېژندل شوی و.

تراوسه څرګنده نه ده چې لومړني نوملړ کې ددغه فلم او همداراز د تونس او ارمنستان د استازو نه شاملولو لامل څه دی.

وړاندې د افغان فلم ادارې رییس ابراهیم عارفي بي بي سي ته ویلي و؛ دا فلم چې په ایران کې جوړ شوی، د افغانستان د فلم جوړوونکو ټولنې د غوراوي کېټې ته د څلورو وړاندیز شویو فلمونو له ډلې غوره شوی و.

"تلل" چې د افغانستان او ایران ګډ محصول دی، کډوالي او د هغې ستونزې انځوروي. دا فلم د ایراني فلم جوړوونکي نوید محمودي په مشرۍ چې افغانستان کې اوسېږي، په ایران کې جوړ شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې دغې اکاډمۍ ته د افغانستان لخوا ورپېژندل شوی فلم په لومړنۍ نوملړ کې نه لیدل کېږي.

وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د "۱۶ ورځې افغانستان کې" فلم چې د طالبانو په اړه یو مستند و، ددغې اکاډمۍ لخوا ونه منل شو.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې تراوسه له افغانستان نه دغې اکاډمۍ ته ۱۱ فلمونه ورپېژندل شوي چې هېڅ یوه یې ونشوای کولی د اسکار جایزې کاندیدانو وروستي نوملړ ته لاره ومومي.

ورته مطالب