افغان نښه ویشتونکي- دود او هنر

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې نښه ويشتنه

د نښه ویشتونکو نوم اورېدل هغه وطن کې چې جګړه وي ښايي یو بد انځور پر ذهن خپور کړي داسې د ډزو د غږ اوریدل. خو هلته چې کیسه په کې بدله ده، ډزې او نښه ویشتل د خلکو د خوښیو او د خپلې ساعتیرۍ لپاره دي.

د کابل قرغې پارک په یوه څنډه کې یو شمېر ځوانان د افغانستان له بېلابېلو سیمو ورټول وو، له ماشینه هوا ته یوه پلاستیکي ټوټه د دې لپاره توغول کېده چې نښه ویوشتونکي پسې سترګې ورګرځوي او د خپل هنر زور ښکاره کړي.

غشي ویشتنه

افغان سوک وهونکی: غواړم نړیوال اتل شم

دوی د نښه ویشتنې په یو ډول ټوپک نښه ویشتله او ګڼو نندارچیانو ورته د شاباسۍ لاسونه پړکول.

۲۵ کلن محمد یعقوب له کندهاره دغو سیالیو ته ورغلی و، وايي افغانستان کې د نښه ویشتنې او ښکار مینه وال خورا ډېر دي خو په مسلکي ډول دوی ته کار نه دی شوی چې یوه لوبډله ترې جوړه او د نښه ویشتونکو د سیالیو جوګه شي.

نوموړی وايي "موږ کندهار کې هرځای نشان ویشتنه لرو خلک پسې دشتو ته ورځي خبره داده چې هلته په ولایتي کچه کوم فدراسیون نشته چې لوبډله جوړه کړي او دخلکو دهنر او لوبو قدر وکړِي"

Image caption د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د نښه ویشتنې فدارسیون چارواکي وايي، پلان لري چې په ننګرهار، کندهار، هرات او پروان ولایتونو کې د نښې وېشتنې سیالۍ جوړې کړي.

یعقوب ته د کابل نښه ویشتل اوس یوه هیله ده چې ورته نورو زړه او انرژي ورکړې له خپلې مینې د نورو د خوښیو لپاره کار واخلي داسې چې په یوه منظمه لوبډله کې وشمیرل شي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د نښه ویشتنې فدارسیون چارواکي وايي، تر اوسه چارې څومره چې اړتیا وه ګړندۍ نه وې خو اوس یې پلان دا دی چې په ننګرهار، کندهار، هرات او پروان ولایتونو کې هم دا ډول سیالۍ جوړې او په لومړي پړاو کې یوه پنځه کسيزه نښه ویشتونکې ډلګۍ جوړه کړي چې د اسیايي هېوادونو په کچه خپل هنر ښکاره اوسیالۍ وکړي.

د دغه فدراسیون د تخنیکي چارو مرستیال جواد فضلي وايي "له دې میاشتو هڅو وروسته په دې وتوانیدل کابل کې دا سیالۍ جوړې کړي خو دا به وروستۍ نه وي او کار به لاپسې روان وي".

د دې لوبو لپاره لا خو کوم ځانګړی ځای او بشپړ وسایل نشته.

نښه ویشتلو که منظمې سیالۍ لومړنۍ یادېږي په ولسي کچه دا چاره خورا پخوانۍ ده خو بڼې یې بېلې بېلې دي.

په ځینو سیمو کې د ټوپکو په وسیله او ځینو کې یو شمېر کسان یې د لیندۍ په مټ کوي.

Image caption د افغانستان په ځینو سیمو کې نښه ويشتنه د لیندۍ په مټ ترسره کېږي.

خو په ختیځ ولایت نورستان کې بیا تر بل هر ځای ډېره، هلته یې غشي ویشتل بولي له درمو غشي او له لرګیو ليندې جوړوي د ژمي په موسم کې چې سختې واورې کېږي او له یوه کلي بل ته لارې وتړل شي دا لوبه کرۍ ورځ روانه وي یو لوې خوا ساعتېري او بل پلو د ځان تودولو او سپورټ لاره ده.

د نورستان په پارون کې د ډیوه کلي اوسېدونکو سره مې د غشي ویشتنې څو شېبې تېرې کړې وې هغوئ ته دا لوبه له سلګونو کلونو ورپاتې ده، ځوان او بوډا په کې نشته ټولو ته د غشي ویشتلو وخت ورکول کېږي.

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ په کمو سیمه کې د پخواني ټولواک محمد ظاهرشاه د کور هغه ودانۍ اوس هم نیم ژوانده ولاړه ده چې هغه به د نښې ویشتنې او ښکار په پلمه په کال کې یو وار ورتلو.

په کونړ کې هم نښه ویشتل له پخوا دود دي خو د هر مهال له ټوپک سره تړلې خبره ده، ما اته شپیته کلن انځرګل د کونړ په غرونو کې پوښته چې نښه ویشتلو یې څه ګټه ورسولې.

دی وايي "ښکار به زما شوق و خو خواړه مې هم ترې برابرول په ماشومتوب کې نښه ویشتونکی خو په پخه ځوانۍ کې ښکاري شوم ډول ډول مرغان او صحرايي څاروي مې ویشتل او غوښه به مې کور ته راوړه"

افغانستان کې ډېر څه داسې شته چې دودیزه بڼه یې خپله کړې خو که ورته کار وشي دغه دودونه د هنر بیلګې هم کېدلی شي.