افغانستان کې نښه ويشتنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې نښه ويشتنه

کابل کې په لومړي ځل د غشې او نښې ویشتنې سیالیو په لړ کې ۳ نښه ویشتونکي غوره شوي دي.

د نښه وېشتونکو د غوره والي دغه سیالۍ د اولمپیک ملي فدراسیون له خوا تنظيم شوې وې.

د دغه فدراسیون د چارواکو په خبره راتلونکې کې به په څلورو زونونو کې ورته سیالۍ وشي او له منځه به يې ۵ لوبغاړي د نښه ویشتنې ملي لوبډلې لپاره غوره شي، چې په آسیايي لوبو کې ګډون وکړي.

افغانستان کې نښه ویشتنه دودیزه لوبه ده خو په مسلکي ډول لا ورته ډېر پام نه دی شوی.

سیدعبدالله نظامي یې نور حال له کابله راکوي