آصف ننګ: طالبان د فراه ښار له څنډو په شا تمبول شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption فراه ته له کابله تازه دمي سرتېري ورغلي دي

د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایت چارواکو ویلي؛ پر طالبانو تر پوځي عملیاتو وروسته ددغې ډلې اورپکي د فراه ښار له څنډو د شاته کېدو په حال کې دي.

د فراه والي آصف ننګ د جمعې په ورځ (میزان/تلې ۲۳مه) بي بي سي ته وویل؛ د فراه ښار په شمالي او ختیځو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ سره د دولتي ځواکونو ځمکني عملیات دوام لري.

هغه زیاته کړه؛ طالبان له ډېرو سیمو چې په تېرو ورځو کې یې نیولې وې، ویستل شوي دي. د هغه په وینا، اوسمهال د جګړې شدت کم شوی او د پلټنې عملیات روان دي.

د فراه والي وویل، کومو طالبانو چې پر فراه برید کړی و "پردي و" او په کومو سیمو کې چې هغوی نفوذ کړی و، د خلکو کورونه لوټل شوي دي.

ښاغلي ننګ همداراز وویل؛ د پوځ تازه دمي سرتېري له کابل نه فراه ته رسېدلي او نړیوال ځواکونه د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تخنیکي مشورې ورکوي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګه کې د فراه استازې حمیرا ایوبي بي بي سي ته وویل؛ د فراه ښار په شاوخوا کې ۹ ورځنۍ جګړه ځکه دومره جدي شوه چې د امنیتي ځواکونو قومندانانو دا بریدونه جدي ونه ګڼل.

هغه زیاته کړه؛ امنیتي ځواکونو تېره ورځ هغه مهال جدي عملیات وکړل چې طالبان د فراه ښار دروازو ته ورسېدل او خلکو له خپلو سیمو تېښته وکړه.

مېرمن ایوبي د افغانستان په لویدیځ کې د فراه سیاسي، پوځي او امنیتي مشران په "نه همغږۍ" تورن کړل او ویې ویل چې "یو امنیتي ځواکونو ته وایي چې برید وکړي او بل وایي چې برید مه کوئ."

د فراه استازي زیاته کړه: "فراه ځکه زیان ویني چې په خواشینۍ سره د جګړې مهارولو لپاره هلته واحده او پیاوړې رهبري نشته."

د مېرمن ایوبي په وینا، فراه کې ناامني دوه کاله وړاندې هغه مهال پيل شوه چې نړیوال ځواکونه ووتل او د پوځ سرتېري هم له ولسوالیو ووتل او پر دغو سیمو د امنیتي ځواکونو سیوری کم شو.

د انځور حقوق .
Image caption فراه کې ناامني دوه کاله مخکې پیل شوه چې بهرني ځواکونه له دې ولایته ووتل

هغه د مثال په ډول په پشت رود ولسوالۍ کې د پوځ یوه لوی مرکز پرېښودل یاد کړل چې د افغانستان پوځ ترې "د تکتیکي شاته تګ" په نوم شاته شول او په نوبهار کې مېشت شول چې دې کار د طالبانو وړاندې تګ ته لاره برابره کړه.

مېرمن ایوبي وویل؛ د فراه ښار ډېری اوسېدونکي له ښاره وتلي، د ښار په ډېرو سیمو کې روزنیز مرکزونه، روغتونونه او مغازې تړلې دي، خوراکي موادو او دوا ته د خلکو لاسرسی سخت شوی او د ښار د څنډو سیمو ډېرو اوسېدونکو خپل کورونه پرېښې دي.

د فراه والي ویلي؛ د فراه ښار په تېرو ورځو کې د دوکانونو تړل کېدو له امله "غمجنوونکی" و، خو د جمعې په ورځ حالت بېرته عادي شوی دی.

ښاغلي ننګ د افغانستان په ختیځ په تېره بیا فراه کې د امنیتي چارواکو ترمنځ نه همغږي رد کړه او زیاته یې کړه چې دوی ګډه قومنداني جوړه کړې او سربېره پردې له مرکز کابل نه چارواکي ددوی په کارونو کې لاسوهنه نه کوي.

طالبانو په فراه کې د خپلو بریدونو له زیاتولو سره هم مهاله، د هېواد په سوېل هلمند او ارزګان او په شمال کندوز کې سخت بریدونه وکړل، خو دولتي ځواکونه هغوی په ډېرو مواردو کې شاته تګ ته اړ کړل.

بلخوا، طالبانو ادعا کړې چې د لښکرګاه ښار به څنډو کې ۱۲۵ دولتي سرتېري وروسته له هغه دې ډلې ته "تسلیم" شول چې ددوی لخوا کلابند شول.

طالبانو په خپل وبسایټ کې همداراز لیکلي؛ په ارزګان کې د افغانستان پوځ یو قومندان له خپلو ټولو او کسانو او سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره چې ۳۹ ټانکونه هم پکې دي دوی سره یوځای شوي.

دولتي سرچینو لا د طالبانو ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.