د غزني والي ویاند: د طالبانو له زندانه ۵۰ کسان خوشي شوي

د انځور حقوق .
Image caption غزني

د افغانستان په سوېل کې د غزني د والي ویاند جاوېد سالنګي ویلي؛ نژدې ۵۰ کسان په دغه ولایت کې د طالبانو له زندان نه ازاد شوي دي.

ښاغلي سالنګي د شنبې په ورځ (میزان/تلې ۲۴مه) بي بي سي ته وویل؛ دا کسان د غزني په ختیځ کې د پکتیکا ولایت پولې ته څېرمه د طالبانو په زندان کې وو.

هغه زیاته کړه، تراوسه څرګنده نه ده چې دا کسان څه ډول بریالي شول د طالبانو له زندانه ووځي، خو د غزني د پولیسو قومندان امین الله امرخېل ویلي؛ دا زندانیان د امنیتي مامورینو د عملیاتو په ترڅ کې آزاد شول.

د غزني د والي ویاند وویل؛ دا کسان له یوه کال راهیسې په دغه زندان کې و او طالبانو په بېلابېلو دلایلو له مختلفونو سیمو چې دوی پرې تګ راتګ کاوه نیولي او زنداني کړي و.

هغه زیاته کړه؛ دوی "ولسي بېګناه وګړي دي چې طالبانو نیولي او زندان ته اچولي وو."

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې تردې دولتي چارواکو په وار وار بېلابېلو سیمو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو نه د خلکو د ازادېدو خبره کړې ده.

د سنبلې/تلې میاشتې په ۱۷مه امنیتي ځواکونو په سوېلي ولایت هلمند کې ۶۰ زندانیان ازاد کړل، ترهغه وړاندې د حمل/وري په ۱۶مه ۱۴ کسان، د وري په ۲مه ۱۶ کسان، تېرکال د حوت/کب په اتمه د ۲۵ ماشومانو په ګډون ۳۵ کسان په دې ولایت کې د طالبانو له زندانه ازاد کړل.