جنرال دوستم: داعش د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو پلان لري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال په وينا "دا يوزاې موږ ته راپور رارسېدلی او سل په سلو کې څه نه شو ويلي، خو افغان حکومت به يې د مقابلې لپاره لازم تدبيرونه ونيسي."

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ويلي، د ځينو اطلاعاتي راپورونو پر بنسټ "اسلامي دولت" نومي ډله (داعش) چې اوس په عراق او سوريه کې جنګېږي پلان لري چې د افغانستان شمال کي ځای پرځای شي.

نوموړي بي بي سي ته وويل، اطلاعاتي راپورونه ښيي چې دغه کسان غواړي د بادغيس ولایت له لارې په شمال لوېديځ او د بدخشان له لارې د افغانستان په شمال ختيځ کې مېشت شي.

آصف ننګ: طالبان د فراه ښار له څنډو په شا تمبول شوي

"د جنبش ملېشو په فارياب کې له بشري حقونو سرغړونې کړې"

د کندوز ښار زیانونو ارزونې کمېسیون کار پیلوي

نوموړي وويل، دغه کسان د "تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان، روسيې، چيچينا او يا منځنۍ اسيا اوسېدونکي دي، چې وړاندې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره يو ځای شوي او پلان لري چې د روان کال پسرلي کې افغانستان ته راستانه شي."

ښاغلي دوستم زياته کړه، له څو سرچينو يې دغه اطلاعات ترلاسه کړي چې "دوی دغه پلان لري دی وايي، امنيتي ځواکونو ته يې لارښوونه کړي چې تيار و اوسی او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش وسله والو ته ځای ور نه کړي".

نوموړي وويل په بدخشان او بادغيس کې مهم ستراتيژيک ځايونه شته، که دغه سيمې د "دښمن" لاس ته ولوېږي بيا به د افغانستان لپاره ډېرې ستونزې پيدا کړي.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال په وينا "دا يوزاې موږ ته راپور رارسېدلی او سل په سلو کې څه نه شو ويلي، خو افغان حکومت به يې د مقابلې لپاره لازم تدبيرونه ونيسي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وروستيو کې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ نښتو کې زياتوالی راغلی دی

نوموړي د هغه پوښتنې په ځواب کې چې څوک د دغه پلان تر شا دي وویل، "د دوی د ډلو تر منځ د ای اېس ای شبکې کسان شته، زموږ امنيتي ځواکونه او ملکي کسان هم کېدای شي د دوی تر منځ وي."

ښاغلي دوستم وويل، "افغان دولت په وروستيو کلونو کې څو ځله ويلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د افغانستان د جګړې تر شا دي."

خو پاکستان تل دغسې تورونه ردوي.

ښاغلي دوستم زياته کړه، فارياب ولايت ته له تګ وروسته يې تر دې مهاله" ۲۰ کیلومتره ځمکه او ۲۰ کلي" له وسله والو طالبانو پاک کړي دي او اوس امنيتي ځواکونه کور پر کور پلټنه کوي.

نوموړی تردې مهاله د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې او ويلي يې دي چې ډېر ژر به د فارياب ولايت د غورماج ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونيسي.

دغه ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

بلخوا د بشري حقونو د څار ډلې د روان کال جولای مياشتې په يوه راپور کې په فارياب ولايت کې حکومت پلوه ملېشې د ولسي خلکو په وژنې او ځورونې تورنې کړې وې.

د بشري حقونو د څار دغه سازمان د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته پر وفادارو ملېشو تور لګولی و چې پر ولسي وګړو يې بريدونه کړي دي.

له څه مودې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ځواکونو تر منځ نښتو کې زياتوالی راغلی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب