ترکيه کې له ناکامې کودتا درې مياشتې وروسته

همدا نن (۱۵ اکتوبر) له هغه راهيسې چې ترکيه کې د پوځی کودتا هڅه وشوه، درې مياشتې پوره کېږي.

لسګونه زره سرتېري، ملکي کارکوونکي، قاضيان او خبریالان د کودتا په پلانولو تورن شوي، فتح الله ګولن سره د تړاو په پلمه نيول شوي يا له دندو لرې شوي دي.

د ترکیې تر ټولو مشهور ليکوال او ادب کې د نوبل جايزې ګټونکی اورهان پاموک پر لوېديځ تور لګولی چې د خلکو پر هوډ پوهېدلو کې پاتې راغلی دی.