افغان چارواکي: فارياب کې لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

Image caption په فاریاب ولایت کې له یو کال راهیسې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې کیږي.

د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت ځايي سرچینې وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو په جګړه کې ۶ سرتېري او نږدې ۳۵ طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یوریش بي بي سي ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو له یکشنبې شپې راهیسې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ عملیات پیل کړي او اوس هم روان دي.

نوموړي د وژل شویو افغان امنیتي ځواکونو په تړاو وویل، چې په دې کسانو کې د جنرال دوستم دوه ساتونکي، د ملي اردو یو سرتېری او درې هم د ولسي پاڅون کسان دي.

د هغه په خبره، په دې برید کې له ۷۰ ډېر وسلوال طالبان ټپیان شوي او هغه دوه زغرګاډي یې له منځه وړل شوي چې پخوا یې له افغان ځواکونو ولجه کړي وو.

نوموړي زیاته کړه، دا عملیات په قیصار ولسوالۍ کې پیل شوي، تراوسه له ۲۴ کليو وسلوال اېستلي او افغان ځواکونه د عورماچ ولسوالۍ په لور روان دي.

ښاغلي دوستم د شنبې په ورځ ویلي و، فاریاب ته له رسېدلو راهیسې یې تراوسه د ۲۰ کیلومترو په اندازه سیمې څخه وسلوال طالبان شړلي، ۲۰ کلي یې ترې پاک کړي او اوس افغان ځواکونه په دغو کلیو کې کور په کور پلټنې کوي.

نوموړي دا هم وویل، چې ډېر ژر به غورماچ ولسوالي له وسلوالو طالبانو ونیسي.

څو ورځې مخکې طالبانو دا ولسوالي ونیوله.

ورته مطالب