'پاکستان په ښي لاس مرسته غونډوي، په کیڼ یې طالبانو ته وېشي'

Image caption دا کنفرانس هر کال د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسېټیوټ له خوا جوړېږي، چې د افغانستان او پنځلسو هېوادونو یوشمېر کارپوهان پکې ګډون کوي.

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د پنځم نړیوال امنیتي کنفرانس په لړ کې راغونډو شوو غړو وویل، دوی اوس دا څېړي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ولې امریکا، ناټو ځواکونه او افغان دولت د اورپکۍ په ختمولو کې پاتې راغلي دي.

په سیمه او نړۍ کې سیاسي نظم او تاوتریخوالی د سږ کال د کنفرانس اصلي موضوع ګڼل شوې ده. د کنفرانس یوشمېر ګډونوالو- په ځانګړې توګه پر پاکستان کلکې نیوکې وکړې.

د امریکا د یوه پوهنتون پروفیسرې ډاکټرې کریسټین فر وویل، پاکستان له امریکا پيسې اخلي او د افغانستان د دولت مخالفینو ته یې ورکوي. نوموړې وویل کله چې په خپل هېواد کې مالیه ورکوي پوهېږي چې یوه برخه یې د پاکستان له خوا د افغانستان مخالفو وسله والو ځواکونو ته ورکول کېږي.

د امریکا جورج ټون پوهنتون دغې پروفیسرې دا هم وویل، چې په کور د ننه اورپکي د یوه بل هېواد په ملاتړ د افغانستان نارامه کولو کې ډېره برخه اخیستې ده. د دوی څرګنده اشاره د پاکستان حکومت ته وه.

Image caption دا کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټيوټ په نوښت جوړ شوی، چې ۱۲۰ کسانو پکې ګډون کړی.

اغلې فر وویل، ځینې حکومتونه له امریکا نه پیسې اخلي، چې د افغانستان او امریکا پرضد اورپکي وروزي، دا یو داسې حقیقت دی چې سترګې پرې نه شي پټېدلای.

''کله چې موږ مالیه ورکوو او امریکا پاکستان ته مرسته ورکوي، پاکستان د امریکا ۳۳ میلیارد ډالر په ښي لاس اخلي او په کيڼ لاس یې طالبانو ته ورکوي، دلته زموږ پوځيان او زموږ ملګري وژني.''

کریسټین فر وویل، کله چې په ۲۰۰۴ کال پر وزیرستان له برید وړاندې پاکستان ته ولاړه، دا حقیقت ورته څرګند شو، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه ''زما دا خبرې یې بابیزه وبللې، خو وروسته په ډاګه شوه، چې زما خبرې ریښتینې وې''.

دا وايي، د امریکا پر حکومت یې له دې کبله ځکه ډېرې نیوکې وکړې چې په سیمه کې یې د پاکستان پر کړنو سترګې پټې کړې وې.

طالبانو سره د سولې بهیر ملاتړ لپاره افغانستان کې د سیاسي مشرانو "اجماع"

د پاکستان غبرګون

د پاکستان یوه ګډونوال سعد محمد کنفرانس کې د امریکا د استازې پر خبرو توند غبرګون وښود.

په ورته وخت کې د ایران استازي او د بهرنیو چارو وزارت مسرتیال ډاکټر سید کاظم سجاد پور وویل، یوازې له پوځي لارې د سیمې ستونزې نه شي حل کېدای، بلکې په لوبه کې د حکومتونو سربېره ځینې افراد هم ښکېل دي او دوی ان په نړیوالو سیاستونو کې هم خپل رول لري.

Image caption د کنفرانس ډېری ګډونوال د افغانستان او یوشمېر یې د هند، ایران، پاکستان، امریکا روسیې، ترکيې او برتانیا په ګډون له پنځه لسو هېوادو او نړیوالو ټولنو دي.

دا کنفرانس هر کال د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسېټیوټ له خوا جوړېږي، چې د افغانستان او پنځلسو هېوادونو یوشمېر کارپوهان پکې ګډون کوي.

دا کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټيوټ په نوښت جوړ شوی، چې ۱۲۰ کسانو پکې ګډون کړی.

د کنفرانس ډېری ګډونوال د افغانستان او یوشمېر یې د هند، ایران، پاکستان، امریکا، روسیې، ترکيې او برتانیا په ګډون له پنځلسو هېوادو او نړیوالو ټولنو دي.

پېچلی وضعیت

کنفرانس کې د چین استازي او سفیر یاهو جینګ له پاکستان سره د پراخو اړیکو د راپورته شویو اندېښنو په ځواب کې وویل، وضعیت دلته ډېر پېچلی دی او هر هېواد د خپلې تګلارې له مخې هڅه کوي چې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړی.

نوموړي وویل، چین له هند سره هم تاریخي او سرحدي ستونزې لري، خو په وینا یې د اقتصادي همکاریو په وسیله په دې توانېدلی چې اختلافات لرې کړي.

Image caption د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو د انسټېټيوټ مشر داود مرادیان هم د یوې جلا خبرې ناستې په ترڅ کی وویل، دوی په لنډمهال کې له دې کنفرانسه د لاس ته راوړنو تمه نه لري

د ترکیې د یوه پوهنتون استاد او د تاسام کاګ پوهنتون مشر او مرستیال اویا علي انګین بیا وویل په کار ده چې په دې سیمه کې هم د اروپایي ټولنې په شان یوه ټولنه جوړه شي چې د اقتصادي همکاریو پربنسټ ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو د انسټېټيوټ مشر داود مرادیان هم د یوې جلا خبرې ناستې په ترڅ کی وویل، دوی په لنډمهال کې له دې کنفرانسه د لاس ته راوړنو تمه نه لري، خو په وینا یې د دې هڅو موخه دا ده چې د تفاهم لپاره پر دولتونو سربېره، اکا‌‌ډيمیک بنسټونه هم هلې ځلې وکړي.

ورته مطالب