د افغانستان لوړپوړي دولتي چارواکي یو میلیون ډالر د برېښنا پوروړي دي

Image caption د افغانستان برېښنا شرکت وایي دولتي چارواکي، د پارلمان غړي او زورواکي ددغه شرکت اصلي پوروړي دي

د افغانستان د برېښنا ملي شرکت (برېښنا) ویاند صدیق توحیدي نن وویل؛ لوړپوړو حکومتي چارواکو، د پارلمان غړو او د کابل ښار "زورواکو" څه دپاسه یو میلیون ډالر د برېښنا لګښت پیسې نه دي پرې کړي.

دغه شرکت ویلي؛ ۱۰۰ زره کسان له دوی نه پوروړي دي، خو اوسمهال د ۷۳ لوړپوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او زورواکو نومونه یې رسنیو ته ورکړل چې پور یې تر یو میلیون ډالرو اوړي.

د برېښنا شرکت خپاره کړي نوملړ له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ۳۴ میلیونه افغانۍ، نورین ټلویزیون درې میلیونه افغانۍ او پخوانی مرستیال ولسمشر محمد کریم خلیلي څه دپاسه ۵ میلیونه افغانۍ د برېښنا شرکت پوروړي دي.

د ملي شورا د ځینو غړو، سیاستوالو، د جهادي مشرانو د زامنو، خصوصي شرکتونو او نورو نومونه د پور له اندازې سره یوځای اعلان شوي دي.

ښاغلي توحیدي وویل، دا کسان د افغانستان برېښنا شرکت دایمي پوروړي دي چې د پور له امله یې یا خو د دغه شرکت تخنیکي کسانو ته د برېښنا د پرې کولو اجازه نه ده ورکړل شوې او یا دوی خپل پرې شوي مزي بېرته پخپله نښلولي دي.

هغه وویل، نژدې یو کال وړاندې چې دغه شرکت ددغو کسانو نوملړ اعلان کړ تراوسه نژدې ۵۶ سلنه پوروړو خپل پورونه ورکړي دي.

ښاغل توحیدي له ټولو پوروړو وغوښتل چې که پورونه یې تر ۱۰۰ زره افغانیو کم دي، د کابل برېښنا شرکت ته دې مراجعه وکړي او تر دغې اندازې ډېر پوروړي کولی شي د خپلو پورونو قسط بندۍ لپاره دغه شرکت ته ورشي.

هغه وویل، د برېښنا ملي شرکت ددغو کسانو نومونه د افغانستان عدلي ارګانونو ته ورکړي دي.

د برېښنا شرکت درې کاله وړاندې ویلي چې هرکال دولتي چارواکي، پخواني جهادي قومندانان او زورواکي هرکال د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا کاروي.