ملګري ملتونه وايي، د افغانستان تېرو نهو میاشتو جګړو کې ۲۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي

ملکي تلفات د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۵ کال همدومره موده کې هم د ملکي تلفاتو شمېر همدومره و

ملګري ملتونو وايي، د افغانستان ګڼ مېشتو سیمو ته د جګړو خپرېدو له کبله ملکي خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې ويلي د سږ کال تېرو نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او ۵۸۳۵ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱۵ کال همدومره موده کې هم د ملکي تلفاتو شمېر همدومره و او ملګري ملتونه وايي، دا شمېرې ښيي، چې تېرو دوو کلونو کې جګړې زور اخیستی دی.

ملګري ملتونه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان جګړو کې د ملکي کسانو تلفات ثبتوي او وايي، د تېرو دوو کلونو تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي، چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ جبهه يي جګړې د ۴۰ سلنې ملکي تلفاتو لامل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې د وسله والو هغه بریدونه په سخته غندلي دي، چې مخامخ پر ملکي خلکو شوي

دغه راز رپوټ کاږي، چې د سږنیو جګړو ډېری قربانیان ماشومان وو ، چې د رپوټ له مخې سږ کال د وژل شویو افغان ماشومانو شمېر ۶۳۹ دی او ۱۸۲۲ نور ماشومان ټپیان دي.

د رپوټ له مخې دغه شمېرې د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه ډېروالی ښيي. رپوټ کې ویل شوي، چې وسله وال طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې تېرو نهو میاشتو کې د ۶۰ سلنه ملکي تلفاتو لامل شوي، چې وايي د دوی ځانمرګي او نور فعالیتونه د ۱۵۶۹ ملکي افغانانو د وژل کېدو سبب شوي او ۳۵۷۴ ملکیان یې ټپیان کړي دي.

رپوټ کې ویل شوي هغه تلفات چې د افغان امنیتي ځواکونو د جنګي اقداماتو له کبله رامنځته شوي، د تېر کال پرتله ۴۲ سلنه ډېر شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د افغان امنیتي ځواکونو د جګړیزو فعالیتونو له کبله ۶۲۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲۷۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي ډېری ملکي تلفاتو د افغان امنیتي ځواکونو او د دوی د نړیوالو متحدینو د هوايي بمباریو له کبله رامنځته شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي، چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ جبهه يي جګړې د ۴۰ سلنې ملکي تلفاتو لامل دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچی یاماموتو وايي:

''له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو ته د جګړو خپرېدو له کبله ټول ښکېل اړخونه باید ملکي خلکو ته د زیان اوښتو مخنیوي لپاره اړین اقدات وکړي. ''

یونما: افغانستان کې ولسي تلفات ۲۴٪ ډېر شوي

م. م: ملکي مرګ ژوبله ۱۴ سلنه لوړه شوې

ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې د وسله والو هغه بریدونه په سخته غندلي دي، چې مخامخ پر ملکي خلکو شوي.

په رپوټ کې د ( اسد/زمري ۲م ) د کابل دهمزنګ څلورلاري کې د "روښنایۍ غورځنګ" پر معترضانو خونړی برید یادوونه شوې، چې تر اتیاوو ډېر کسان په کې ووژل شول او له څلور سوه ډېر کسان ټپیان شول.

د هغه برید مسوولیت اسلامي دولت نومي ډلې پر غاړه اخیستی و.