د عکسونو البوم: د ایراني هنرمندانو په ګډون د هرات- مېرمن فلم نړیوال فسټیوال

Image caption رویا سادات او ګیسو جهانګیري (د سږني فسټیوال مشرانې) د ایراني هنرمندانو( مهناز افشار او رخشان بني اعتماد) او د افغان فلم مشر ابراهیم عارفي او امریکايي سینماګر انه ټریسي ډي سره د فسټیوال په لومړۍ ورځ خبري غونډه کې.

د هرات- مېرمنو فلم نړیوال فسټوال څلورم پړاو د ایران، هند، امریکا، ایرلنډ او ایټالیا د فلم جوړوونکو په ګډون د چهارشنبې په ورځ کابل کې پیل شو.

په دې فسټیوال کې د ښځو په تړاو د ۲۰ هېوادونو ۲۰۰ فلمونه خپلمنځي سیالي لري.

Image caption مهناز افشار د فسټوال ځانګړې مېلمنه ده. (انځور د کریم حیدري)

د سږني فسټیوال د منځګړي پلاوي غړي د هند، ایرلنډ، امریکا، ایران او افغانستان دي او د هند، ایرلنډ، امریکا، ایران، افغانستان، میانمار، ترکیې، فرانسې، مصر، ایټالیا، بلجیم، لبنان، ویتنام، چین، بنګلادېش، قزاقستان، جرمني، پرتګال او جنوبي کوریا غوره شوي فلمونه سیالۍ ته اېښودل شوي دي.

Image caption دا فسټیوال به په بابر بڼ کې څلور ورځې روان وي (انځور د کریم حیدري)

د فسټیوال جوړوونکي وایي، سږکال د منځګړي پلاوي له خوا پر غوره شوو فلمونو او لوبغاړو سربېره د مېرمنو د حقونو برخه کې یوې فعالې ته هم ستاینلیک ورکړل شي.

د هرات ـ مېرمنو فلم نړیوال فسټیوال په ۱۳۹۱ کال پیل شوی. په سیمه کې د مېرمنو فلم لومړنی فسټیوال دی. په تېرو دریو پړاوونو کې د مختلفو هېوادونو د نژدې ۱۰۰۰ فلمونو کوربه و.

Image caption په سږني فیسټوال کې د مختلفو هېوادونو تر ۲۰۰ پورې فلمونه سیالۍ ته اېښودل شوي ( انځور د کریم حیدري)
Image caption د هرات ـ مېرمنو فلم نړیوال فسټیوال په ۱۳۹۱ کال پیل شوی. په سیمه کې د مېرمنو فلم لومړنی فیسټیوال دی. په تېرو دریو پړاوونو کې د مختلفو هېوادونو د نژدې ۱۰۰۰ فلمونو کوربه و. (انځور د کریم حیدري)