حکومت له حزب اسلامي سره د اوربند او د دوی د خونديتوب فرمان صادر کړ

حزب اسلامي د انځور حقوق Getty Images
Image caption له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې ګوند په اړه افغان حکومت فرمان صادروي

له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې ګوند په اړه افغان حکومت فرمان صادروي.

په دې فرمان کې له افغان هوايي او ځمکني ځواکونو غوښتل شوي، د حزب اسلامي پر مرکزونو جګړه ییز او چاڼیز عملیات او بریدونه بند کړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې ګوند په اړه افغان حکومت فرمان صادروي.

د اوربند فرمان په ترڅ کې له افغان هوايي او ځمکني ځواکونو غوښتل شوي چې، د حزب اسلامي پر مرکزونو جګړه ییز او چاڼیز عملیات او بریدونه بند کړي.

فرمان کې ویل شوي، چې تر هغه چې د اسلامي ګوند وسله وال غړي له دولت سره ثبتېږي، که چېرې دوی د وسله والو مخالفانو یا نړیوالو ترهګرو تر برید لاندې راځي، افغان ځواکونه یې د فرمان له مخې مرستې او ملاتړ ته اړ دي.

له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د غړو د مدغمېدو په اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سپتمبر وروستیو کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

''د سولې د هوکړې د پلي کولو په تړاو فرمان کې راغلي چې حزب اسلامي حزب خپل ټول جوړښتونه او نظامي خوځښتونه په ټپه ودروي. همدارنګه د فرمان پر بنسټ دغه ګوند اړ دی، ټول هغه کسان چې له دوی سره بندي دي خوشې یا افغان حکومت ته وسپاري. ''

له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې پلی کولو د یوه بل ۲۴ ماده ییز فرمان له مخې ملي امنیت شوار باید پر حزب اسلامي د بندیزونو له منځه وړلو په تړاو لاس په کار شي.

د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه

نړیوالو رسنیو کې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې په اړه غبرګون

همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو عمومي ریاست باید، د ښاغلي حکمتیار د اوسېدو د ځای او امنیت په اړه اړینې چارې ترسره کړي.

دغه فرمان د یادې هوکړې د پلې کولو لپاره د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک په مشرۍ د یوولس کسیز کمیسیون د جوړیدو حکم کوي.