د افغانستان دفاع وزارت: د زده کوونکي بربنډوونکی افسر نیول شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption کومانډو سرتېري افغانستان کې مسلکي او د ښه نوم لرونکي ځواکونه دي چې ډېر کم په ناسم چلند تورن شوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د پوځ د ځانګړو ځواکونو یو افسر د یوه زده کوونکي د بربنډولو په تور نیول شوی او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ (میزان/تلې ۳۰) بي بي سي ته وویل؛ دوی له دې موضوع تر خبرېدو وروسته د تور د څېړلو لپاره د دفاع وزارت مرستیال جنرال افضل امان په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی دی.

ښاغلي وزیري وویل؛ دا افسر تورن دی چې دوه ورځې یې د افغانستان په سوېل ختیځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې یو زده کوونکي د تلاشۍ پرمهال بربنډ کړی دی.

د دفاع وزارت ویاند وویل؛ که دا تور ثابت شي، د پوځ کومانډو ځواکونو دا ټیټ رتبه افسر به له سختې سزا سره مخ شي.

د ښاغلي وزیري په وینا، دا افسر اوسمهال په ملي دفاع وزارت کې تر پوښتنو لاندې دی او د جنرال افضل امان په مشرۍ یو پلاوی د پېښې سیمې پکتیا ولایت ته تللی دی.

+"د بندي د شکنجې ويډيو پخوانۍ ده، عاملين يې محاکمه شوي"

+ د مړيو سپکاوي وېډيو غوسه پارولې ده

د پکتیا د پوهنې رییس لقمان حکیمي بي بي سي ته وویل؛ د پوځ دغه افسر د ښوونې او روزنې د چارواکو له اجازې پرته ښوونځي ته ننوتی او په امنیتي دلایلو یې له دغه ۱۵ کلن زده کوونکي پوښتنې ګروېږنې کړي او د هغه له بدن نه یې انځورونه اخیستې دي.

هغه زیاته کړه؛ دا کار د زرمت سیمې د خلکو، زده کوونکو او ښوونکو له غبرګون سره مخ شو او اوسمهال دغه ښوونځی په داعتراض په توګه تړلی دی.

د پکتیا د ولایتي شورا منشي محمد رحمان قادري بي بي سي ته وویل؛ له کابل نه پکتیا ته د ورغلي پلاوي په ترکیب کې د ولسمشر سلاکار هم شته.

ښاغلي قادري زیاته کړه؛ دغه پلاوي د زده کوونکي له کورنۍ بخښنه غوښتې او د ښوونې او روزنې له چارواکو او خلکو یې غوښتي چې خپل اعتراض پایته ورسوي او پرېږدي چې سر له سبا ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستل شي.

د پکتیا ولایت یوه قومي مشر ویلي؛ د پوځ دغه افسر په غوسه ښوونځي ته ننوت. هغه ویلي؛ د یوه ځوان بربنډول ناسم کار دی او کوم افسر چې دا کار کړی باید سخته سزا ورکړل شي.

کومانډو سرتېري د افغانستان د پوځ له مسلکي او ښو ځواکونو شمېرل کېږي. ښکاري چې ددغې پېښې په تړاو د خلکو اعتراض ته د حکومت غبرګون او د دفاع وزارت مرستیال او د ولسمشر سلاکار په ګډون د پلاوي ټاکل د خلکو ترمنځ ددغو سرتېرو د اعتبار ساتلو هڅه وي.