'داعش د ننګرهار پچیراګام کې پر کورونو او پوستو بریدونه پیل کړي'

د انځور حقوق .
Image caption ننګرهار

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي او خلک وایي؛ د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې وسله والو په پچیراګام ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو او پاڅونوالو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

امنیتي چارواکي یوازې د څلورو کسانو د وژل کېدو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو خبره کوي، خو د سیمې خلک بیا د مرګ ژوبلې شمېره ډېره لوړه بولي.

د داعش بریدونو کې په سیمه کې د ګڼو کورونو د سوځول کېدو راپورونه ورکړل شوي او ترڅنګ یې چارواکي د لسګونو داعش وسله والو د وژل کېدو خبره هم کوي.

یوه قومي مشر قاري هجرت بي بي سي ته وویل؛ دغو اورپکو د پنجشنبې په ورځ د پاس پچیر په سیمه کې پر هغو پوستو بریدونه پیل کړل چې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو د ورڅېرمه ده بالا ولسوالۍ پر پوله ددغو وسله والو د ورتلو مخنیوي لپاره جوړ کړي و.

ښاغلي هجرت زیاته کړه؛ په دغو بریدونو کې لسګونه پاڅونوالو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، ګڼ کورونه سوځول شوي او ډېر خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

هغه وویل؛ "په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده، دلته ډېرې سیمې د داعش لاس ته لوېدلې دي، له ۱۰ تر ۱۵ ولسي وګړي تېره ورځ شهیدان شوي دي."

دغه قومي مخور زیاتوي؛ له سهار راهیسې جګړه په پرلپسې توګه روانه ده او د سیمې خلک نشي کولی ان خپل مړي ښخ کړي.

د ځینو راپورونو له مخې، په سیمه کې شته طالبانو د داعش اورپکو پروړاندې ځایي خلکو ننګه کړي او په جګړه کې څو طالبان هم وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل؛ تراوسه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي او شاوخوا ۲۰ کورونه سوځول شوي دي.

هغه وویل؛ نن ناوخته پر داعش وسله والو دوه ځلې هوایي بریدونه شوي چې نژدې ۴۰ داعش وسله وال پکې وژل شوي.

د سیمې خلک چې تازه له جګړو تښتېدلي وایي، د طالبانو په ګډون تر ۳۰ ځایي پاڅونوال د داعش اورپکو لخوا وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

دغه خلک وایي؛ سلګونه کورنۍ له پاس پچیر سیمې نه وتلي دي.

تراوسه داعش وسله والو پچیر اګام ولسوالۍ کې د جګړې په اړه څه نه دي ویلي او نه طالبانو له دوی سره په جګړه کې د خپلو وسله والو ونډه اخستو په اړه څه ویلي.