د کندهار انګور

د کندهار باغ لرونکي وایې، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د انګور پیداوار ۵۰ سلنه ډېر دي. خو وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله بیې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره رالوېدلې دي. زموږ همکار مامون دراني له کندهاره د انګورو عکسونه رالېږلي.

انګور
د عکس تشریح،

په افغانستان کې د انګورو موسم دی. د کندهار انګور په دغه هېواد کې ډېر مشهور دي او بهرنيو هېوادونو ته هم صادېرېږي.

د عکس تشریح،

د کندهار باغ لرونکي وایې، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د انګورو پیداوار ۵۰ سلنه ډېر دي

د عکس تشریح،

کندهار کې سوداګر او باغ لرونکي وايي، دغه ميوه د کوکنارو يو ښه بديل هم کېدای شي

د عکس تشریح،

په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور

د عکس تشریح،

له شونډوخاني او ایته انګورو څخه کشمش یا ممیز هم جوړېږې

د عکس تشریح،

د کندهار دامان، ژړۍ، پنجوایي، معروف، شاولیکوټ، ‌‌‌‌‌‌ډنډ او ارغستان له ولسوالیو ډېر انګور ترلاسه کېږي

د عکس تشریح،

د کندهار د سوداګرۍ خوني مشر نصر الله زهیر وایې، د کندهار د پیداوار لپاره بازار شته خو د رسولو لپاره لار او امکانات نشته.

د عکس تشریح،

په کندهار ولايت کې په زرګونو خلک د انګورو د راټولو په کار بوخت دي

د عکس تشریح،

له کندهاره هر کال د نژدې د ۷۰ ميليون ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي، چې لویه برخه یې انګور او انار دي

د عکس تشریح،

زموږ خبريال مامون درانی کندهار کې د انګورو باغونو ليدو ته ورغلی و

د عکس تشریح،

انګور او انار د کندهار له مشهورو مېوو څخه ګڼل کېږي

د عکس تشریح،

يو شمېر سوداګر وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله یې ټوله تکیه د پاکستان پر بازارونو ده

د عکس تشریح،

تمه کېږي، چې له کندهاره د څه باندي لس ميليونو ډالرو په ارزښت له ٤٠ زره ټنه ډېر انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.

د عکس تشریح،

د انګورو باغ لرونکي وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله بیې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره رالوېدلې دي

د عکس تشریح،

باغ لرونکي وایي، د نړیوالو بازارونو په تمه یې په خپلو باغونو درانه لګښتونه کړي، خو د دوي په خبره اوس یې له مجبورۍ، د پاکستان بازارونو ته د لیلام لپاره وړاندې کوي.