افغانستان کې د نشه يي توکو تولید ۴۳ سلنه ډېر شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې د نشه يي توکو کرکېله په ډېرېدو ده

په افغانستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مخدره توکو د تولید کچه په بیساري ډول لوړه شوې ده.

په ۲۰۱۶ کال کې په ټول افغانستان کې ۴۸۰۰ متریک ټنه تریاک تولید اټکل شوی دی چې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۴۳ سلنه لوړوالی ښيي.

نشه يي توکي، زموږ د نسل بله غميزه

غني: نشه يي توکي افغانستان او ایران ته ګواښ دی

چارواکي ددغه زیاتوالي لاملونه نا امنۍ، د مخدره توکو د مخنیوي په برخه کې د بهرنیو مرستو نه ور رسېدل او د تېر کال په پرتله د ګرمۍ موسم ژر را رسېدل د مخدره توکو د تولید د لوړېدو اصلي لاملونه په ګوته کړل.

په افغانستان کې یواځې ۴۸۰۰ ټنه تریاک تولید شوي خو امنیتي ځواکونه یې یواځې د څه باندې دوه سوه ټنو په نیولو بریالي شوي دي، چې ددغې شمېر شاوخوا پنځه سلنه جوړوي.

له مخدره توکو سره د مبارزې افغان وزارت د ملګرو ملتونو او کورنیو چارو وزرات یوه نوې ګډه سروې ښيي چې په ټول افغانستان کې پر دوه لکه او زر هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي دي او زرګونه ټنه تریاک هم ترې ترلاسه شوي.

په ۲۰۱۶ کال افغانستان کې د نشه يي توکو تولید
۲۰۱۵ د ۲۰۱۵ کال په پرتله بدلون ۲۰۱۶
د تریاکو کروندې ۱۸۳ زره هکټار %۱۰+ ۲۰۱ زره هکټاره
له نشيي توکو پاک ولایتونه ۱۴ ۱- ۱۳
د نشه يي توکو کرونکي ولایتونه ۲۰ ۱+ ۲۱
د کوکنار له منځه وړی کښت ۳۷۶۰ هکټاره %۹۱- ۳۵۵ هکټاره
د نشه يي توکو د تولید اوسط په یوه هکټار ۱۸.۳ کیلوګرامه %۳۰+ په یوه هکټار ۲۳.۸ کیلوګرامه
د نشه يي توکو بالقوه تولید کچه ۳۳۰۰ ټنه %۴۳+ ۴۸۰۰ ټنه

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي:

''اټګل دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کچه ۴۸۰۰ ټنو ته رسیږي او د تېر کال په پرتله ۴۳ سلنه ډېروالی ښيي.''

آغلې عظمي زیانوي سږ کال د تریاکو حاصل هم د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی وو.

مور خپل ماشومان په نشه يي توکو اراموي

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات مرستیال بازمحمد احمدي وايي دوی تر ډېره هڅه کړې چې د مخدره موادو د تولیدونکو او قاچاق وړونکو مخه ونیسي:

''د ۱۳۹۵ کال په اوو میاشتو کې په ټول هېواد کې شاخوا ۱۲۶۳ لوی او واړه عملیات تر سره شوي دي. چې په پایله کې یې ۱۴۰۸ تنه د لویې او کوچنۍ کچې قاچاق وړونکي نیول شوي دي. او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي.''

په ټوله کې په جنوب، ختیځ او لویدیځ زونونو کې د مخدره بوټو کرکېله او د مخدره توکو تولید لوړ بلل شوی دی. خو په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم دغه شمېره ده د نورو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې مشر اندری اوتیسیان په دې هکله خپله اندېښنه ښکاره کوي: ''دا یوه ډېره خواشینونکې مسله ده چې موږ په شمال کې د کوکنارو د کرکیلې د زیاتېدو شاهدان یو. او ښايي لامل یې هم په وروستیو کې په شمال کې وروستۍ نا امنۍ وي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption سږ کال د افغانستان پر ۲۰۱ هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي وو

له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت وايي د هېواد په اوو ولایتونو کې د مخدره توکو د بشپړ له منځه وړلو پروګرام پلی شوی چې د تېر کال په پرتله ۹۱ سلنه کموالی پکې لیدل کیږي.

کابل د نشه يي توکو موندلو اسانه ځای

ورته مطالب