افغانستان کې د بېوزلۍ کمولو لپاره نړیوال بانک ۱۲۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

د انځور حقوق BANCO MUNDIAL
Image caption ددغو پیسو ۱۰۰ میلیون ډالره به د افغانستان دولت د "ولسي تړون" پروګرام له لارې په کلیوالو سیمو او څلورو لویو ښارونو کې د څښاک اوبو برابرولو په څېر پر ټولنیزو خدمتونو ولګول شي.

نړیوال بانک ویلي؛ افغانستان کې د مالي نظام پیاوړتیا او د څښاک اوبو ته د لاسرسۍ زیاتوالی په څېر د ټولنیزو خدمتونو برابرېدو په موخه د ۱۲۰ میلیون ډالرو مرسته کوي.

ددغه بانک چارواکو ویلي؛ ددغو پیسو ۱۰۰ میلیون ډالره به د افغانستان دولت د "ولسي تړون" پروګرام له لارې په کلیوالو سیمو او څلورو لویو ښارونو کې د څښاک اوبو برابرولو په څېر پر ټولنیزو خدمتونو ولګول شي.

د نړیوال بانک د اعلان له مخې؛ ددغو پیسو په لګېدو سره به افغانستان کې نژدې درې میلیونه او ۴۰۰ زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر مشر رابرټ سام ویلي؛ پاتې۲۰ میلیون ډالره به د افغانستان د حکومت د مالي نظام پر پیاوړي کولو په ځانګړې توګه د افغانستان پر مرکزي بانک ولګول شي.

ښاغلي سام ویلي؛ ددغو مرستو اصلي موخه د افغانستان د دولت پیاوړتیا او ددغه هېواد د کورنیو ظرفیتونو د لوړولو له لارې د بېوزلۍ کچې راکمول دي.

له ناامنۍ وروسته بېوزلي د افغانستان د حکومت پروړاندې اصلي ستونزه ده، ځکه چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې ددغه ۳۲ میلیونه نفوس لرونکي هېواد ۳۶ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ددغه بانک د معلوماتو له مخې؛ ۲۰۰۱کال کې د طالبانو حکومت تر ړنګېدو وروسته ددغه هېواد د سړي سر کلنی عاید په لوړېدو شو او به ۲۰۱۳ کال کې ۷۳۰ ډالرو ته ورسېد، خو د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره بېرته په ښکته کېدو دی او اوسمهال ۶۳۰ ډالره دی.

افغانستان د نړۍ له بېوزلو هېوادونو دی. کلونه کېږی چې ددغه هېواد خلک له جګړې، ناامنۍ، بېکارۍ، پراخې بېسوادۍ او کډوالۍ سره لاس او ګرېوان دي.