یوه امنیتي سرچینه: په برید کې د حوزې امر ټپي شوی دی

د انځور حقوق f
Image caption طالبان وايي په دې برید کې یې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

په کندهار کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نهمې حوزې پر امر په موټر بم سره ځانمرګی برید شوی، خو نوموړی پله دې برید روغ وتلی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل، په دې موټربم برید کي یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه، ځانمرګي په موټربم سره نن سهار د کندهار د نهمې حوزې اړوند د (تیري اډه ) سیمه کې د یادې حوزې د امر حاجي فرید مشعل پر ګزمه برید وکړ .

د نوموړي په خبره په دغه برید کي حاجي فرید مشعل ته زیان نه دي رسیدلي.

* د کندهار امنیت په کومه بیه؟

* کندهار کې پر پاکستانیو ټرکونو مالیه ولګېدله

خو یوه امنیتي سرچینه وایې، فرید مشعل هم په دغه برید کي برسېرن ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت منلی او وایې په دې موټر بم چاودنه کې یې د نهمي حوزې د مشر حاجي فرید په ګډون اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.