ولسي جرګه: حکومتي مشران باید نظام د خپلو شخصي ګټو او سلیقو قرباني نه کړي

ولسي جرګه د انځور حقوق WJ
Image caption د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د حکومت د مشرانو ترمنځ د وروستیو څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پرېکړو په برخه کې د ځینو سیاسي مشرانو لخوا د انحصار وروستۍ ادعاوې بې بنسټه او ناسمې بولي.

دغه موضوع وروسته تر هغه مطرح شوه چې یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو د دوی پر وړاندې د ولسمشر د بې باورۍ، قومي او سلیقوي کړنو په تړاو تورونه پورې کړل.

د ولسمشرۍ د ویاند پرڅرګندونو د دوستم نیوکه

د دغو ستونزو په اړه نن شنبه د افغانستان ولسي جرګې هم توند غبرګون ښوولی دی.

خوشحال تایب په خپل راپور کې کاږي، په دا ورستیو ورځو کې د افغانستان د سیاسي مشرانو څرګندونې دا ښيي چې د حکومتي مشرانو ترمنځ بې باوري موجوده ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال دوستم ویلي و، چې بده ورځ راشي، نو څلور تنه دې خپل څلور کورونه نه شي ساتلی. پر هغو باور وکړئ او پر خپلو مرستیالانو او جنرال دوستم بې باوره شئ

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د حکومت د مشرانو ترمنځ د وروستیو څرګندونو، چې تور لګوي واکونه هم تر ډېره د شخصي او قومي سلیقو پر بنسټ ویشل کېږي توند غبرګون وښود.

د جرګې غړو د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل چې نور نظام د خپلو شخصي او سلیقوي غوښتنو قرباني نه کړي:

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر:

''د ملي یووالي حکومت پر مشرانو غږ کوو چې له فرعي اختلافونو چې دوي پرې اخته شوي او پر یوه بل بې ځایه تورونه لګوي تېر شي. دوی دې د هېواد سترو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو ته متوجه شي. او د دوی پلویانو ته د څوکیو نه رسېدلو له کبله دې نظام نه قرباني کوي. ''

که څه د افغان حکومت ډېری سیاسي مشران له ګډ مخالف او دښمن سره مخامخ دي خو داسې ښکاري چې لا هم پر یو بل باور نه لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم څو ورځې وړاندې تور ولګاوه چې له خپلو واکونو برخمن نه دی او باور نه پرې کېږي، نوموړي ویلي و.

'' چې بده ورځ راشي، نو څلور تنه دې خپل څلور کورونه نه شي ساتلی. پر هغو باور وکړئ او پر خپلو مرستیالانو او جنرال دوستم بې باوره شئ. ''

په همدې حال کې په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار هم په دې برخه کې نیوکې کړې دي.

د انځور حقوق ARG
Image caption شاحسین مرتضوي وايي، د تصمیم نیولو د انحصار په تړاو ادعاوې بې بنسټه او غلطې دي

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د تصمیم نیونې په برخې کې د انحصار وروستۍ ادعاوې بې بنسټه وبللې او وايي په دې اړه هر څوک د خپلې پوهې برابر موضوعات مطرح کوي:

'' د تصمیم نیولو د انحصار په تړاو ادعاوې بې بنسټه او غلطې دي. مهمه دا ده چې د ولسمشر له خوا د بېلابېلو طرحو او لیدلوریو اورېدو لپاره حوصله شته او هغه نظرونه چې وړاندې کېږي دومره سخت نه دي. ''

د زیاترو په آند د اوسني حالت دوام کولای شي پر بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول ماتېدونکي امنیتي حالت خپل منفي اغېز پرې باسي. چې تر دې دمه یې بېلګې په کندوز، ارزګان هلمند او یو شمېر نورو برخو کې لیدل شوې دي.

دغه راز د نړیوالې ټولنې او له افغانستان سره د مرسته کوونکو بنسټونو اندېښنې یې هم راپارولي او کېداشي په نړیواله کچه هم خپل اغېز ولري.