سږکال له اورپکو سره جګړه کې د افغان ځواکونو "مرګ ژوبله ډېره شوې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې ده

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې "سیګار" پخپل تازه رپوټ کې ویلي، د تېر کال په پرتله سږ کال د ۵۵۲۳ سرتېرو په وژل کېدو، د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ۹ سلنه ډېره شوې ده.

د سیګار مشر د امریکا مشرانو جرګې ته د خپل درېیم درې میاشتني راپور په اړه لیکلي، د روان ۲۰۱۶ کال له پیله د تېرې اګسټ میاشتې تر ۱۹ پورې د افغانستان جګړه کې ۵۵۲۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۹۶۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم بي بي سي ته ددغه راپور په غبرګون کې ومنله، چې سږ کال جګړه او نښتې ډېرې شوې، همدا ده چې د تېر کال په پرتله د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

۸ ولایتونه او ۶۰ ولسوالۍ

رادمنش وویل، سږ کال د حکومت مخالفانو د اتو ولایتونو او ۶۰ ولسوالیو د نیولو پلان درلود، همدا وو چې پراخ عملیات یې پیل کړل، خو په وینا یې افغان حکومت یې په مقابل کې لاس په کار شو او د دوی ګڼ پلانونه یې شنډ کړل.

د سیګار د راپور پربنسټ، تېر کال د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه پنځه زره او د ټپیانو شمېر ۱۵ زره و.

امریکايي ځواکونه له 'سیګار' شواهد غواړي

افغان حکومت د سیګار وروستی راپور رد کړ

د سیګار د راپور له مخې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه نهه سلنه لوړه شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سیګار راپور وايي، د ټول افغان پوځ او پولیسو شمېر ۳۱۷۷۰۹ ته رسېږي، چې (۱۶۹۲۲۹) یې ملي پوځ او ۱۴۸۴۸۰ نور پولیس) دي،

یوه اونۍ وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن خبرداری ورکړ چې د افغان ځواکونو مشرتابه کې "ناکامي او کمزورتیا" د وسله والو ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدو لامل ګرځېدلی.

د سیګار راپور وايي، د ټول افغان پوځ او پولیسو شمېر ۳۱۷۷۰۹ ته رسېږي، چې (۱۶۹۲۲۹) یې ملي پوځ او ۱۴۸۴۸۰ نور پولیس) دي، حال دا چې افغان دولت ژمنه کړې وه، چې سږ کال به د ټولو ځواکونو شمېر ۳۶۰ زرو ته رسوي.

سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې راپور زیاتوي، امریکا د سږ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د افغان ځواکونو پر سمبالښت، پیاوړتیا او روزنې ۵۹٫۸ میلیارد ډالر (۴۰٫۲ میلیارد ډالر پر پوځ او ۱۹٫۶ میلیارد نور پر پولیسو) لګولي دي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې راپور زیاتوي، امریکا د سږ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د افغان ځواکونو پر سمبالښت، پیاوړتیا او روزنې ۵۹٫۸ میلیارد ډالر (۴۰٫۲ میلیارد ډالر پر پوځ او ۱۹٫۶ میلیارد نور پر پولیسو) لګولي دي.

جان ساپکو وايي، افغان دولت د هېواد ۶۱ سلنه خاوره په واک کې لري، چې د هېواد له کابو ۳۲ میلیونه وګړو څخه ۲۲ میلیون خلک یې په قلمرو کې اوسېږي.

د راپور پربنسټ، د هېواد ۲۸٫۴ سلنه خاوره، چې د ټول ټال وګړو ۷٫۳ سلنه خلک پکې اوسېږي، له شخړو ډکې سیمې دي، چې تر ډېره پرې د حکومت مخالفان واکمن دي.

ورته مطالب