د طالبانو پلاوی پاکستان ته ولې تللی و؟

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د انځور حقوق AFP
Image caption قطر کې د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ د "غیررسمي" ناستې معلوماتو خپرېدو وروسته طالبانو ته اسلام اباد ته د راتګ اړتیا پېښه شوه.

تېره اونۍ چې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، اسلام اباد ته ددوی د قطر سیاسي دفتر درېیو مشرانو د ورتګ هدف پاکستاني چارواکو سره د "افغان کډوالو" په تړاو خبرې اترې وې، نو ګرانه وه چې باور پرې وشي، ځکه دوحه کې د طالبانو دفتر بنسټیز رول د سیاسي خبرو مخته وړل دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو مسئله لا دومره پېچلې نه ده چې د طالبانو سیاسي مذاکره کوونکي اړ شي پر سر یې خبرو لپاره اسلام اباد ته راشي.

پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره په ناسم چلند کې د پام وړ کموالی راغلی او پاکستاني چارواکو د هغوی د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ کال تر مارچ پورې غځولې ده. خبره یوازې دا نه ده، بلکې افغان کډوال په داوطلب ډول هم بېرته خپل هېواد ته ګرځي.

یو شمېر طالب مشرانو سره د واټس اپ، ایمېل، ټېلفون او فیسبوک په ګډون بېلابېلو وسیلو له لارې خبرو په ترڅ څرګنده شوه چې اسلام اباد ته د طالبانو سیاسي دفتر مهمو مشرانو مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي سلام حنفي او مولوي جان محمد ورتګ اصلي موخه د سولې مذاکراتو په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې دي.

خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

ګارډین: قطر کې طالب چارواکي پر سولې مشورې لپاره اسلام اباد ته تللي

پر پاکستان د غرب او په ځانګړې توګه امریکا لخوا ورځ تربلې فشار ډېرېږي او سږکال اګست کې پاکستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې درولو یا تر هغې وړاندې اپرېل کې د اتو ایف - ۱۶ جنګي الوتکو خرڅلاو ځنډولو په څېر پرېکړو لامل د حقاني شبکې پروړاندې ګام نه پورته کول و.

اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې دومره خرابې دي چې افغانستان اعلان کړی په نومبر میاشت کې اسلام اباد کې د سارک جوړېدونکې غونډې کې ګډون نه کوي. هند تردې وړاندې پریکون کړی و چې ورپسې په نومبر کې ترسره کېدونکی دغه کنفرانس وځنډول شو.

دلته افغانستان هم وخت غنیمت وباله او پاکستان یې زړه تش کړ. تورخم کې د افغانستان اتباعو ته د پاسپورټ او ویزې شرط رامنځته کولو او کډوالو سره سلوک هم د افغانستان د نارضایتي لامل شوي، خو د ترینګلتیا اصلي علت د سولې خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو مسئله ده.

د افغانستان ډيپلوماتان وایي؛ له اسلام اباد نه دوی دوه بنسټیزې غوښتنې لري. د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل او که دا ډله ترې انکار کوي نو پروړاندې یې ګام پورته کول ترڅو ونشي کولی افغانستان کې بریدونه وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې د افغان کډوالو مسئله لا دومره پېچلې نه ده چې د طالبانو سیاسي مذاکره کوونکي اړ شي پر سر یې خبرو لپاره اسلام اباد ته راشي.

لومړي وزیر نواز شریف او نورو پاکستان چارواکو په وار، وار څرګنده کړې چې پاکستان نشي کولی طالبان هم مهاله د خبرو مېز ته راکاږي او هم یې پروړاندې ګام پورته کړي.

یوه طالب مشر چې د قطر دفتر د سیاسي مذاکره کوونکو د سفر له جزییاتو لږ څه خبر دی وایي؛ قطر کې د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ د "غیررسمي" ناستې معلوماتو خپرېدو وروسته طالبانو ته اسلام اباد ته د راتګ اړتیا پېښه شوه.

دغه طالب مشر زیاته کړه؛ پاکستان ددغه سفر په لړ کې هغوی ته "ښکاره پیغام ورکړ چې یا خو دې د سولې خبرې وکړي او یا دې هم له پاکستانه ووځي."

د قطر دفتر درېیو مذاکره کوونکو سربېره پاکستاني چارواکو دا پیغام د طالبانو درېیو نورو مذاکره کوونکو ملا عباس، مولوي سعد او مولوي یحیی ته هم ورکړ.

مولوي یحیی تېر کال په مري کې د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ خبرو کې د طالبانو ډلې غړي په توګه ټاکل شوی و، خو وروسته چې حاجي ابراهیم حقاني پلاوي کې شامل شو نو دده نوم ترې وویستل شو.

ابراهیم حقاني د طالبانو د نوي مرستیال سراج الدین حقاني تره دی.

داسې ښکاري چې ښایي پاکستان اوس د طالبانو پروړاندې دریځ سختوي او د طالبانو رهبرۍ شورا غړي مولوي احمد الله عرف ثاني په ګډون د څلورو طالب مشرانو نیول کېدو په تړاو هم داسې فکر کېږي چې دا د طالبانو لپاره یو پیغام دی.

د انځور حقوق AFP

د مولوي ثاني په اړه ویل کېږی چې ښایي د هغو طالبانو له ډلې وي چې د خبرو اترو ډېر پلوی نه دی.

د طالبانو د مشرانو نیول کېدو سره د هغوی ترمنځ اندېښنه راپیدا شوې او همدا اندېښنه هم کېدای شي اسلام اباد ته د قطر پلاوي د اوسني سفر یو لامل وي.

طالب مشرانو سره د غیررسمي خبرو په لړ کې دا خبره جوتېږي چې طالبانو کې د سولې خبرو اترو په تړاو ملاتړ په ډېرېدو دی، ځکه چې افغانستان کې د جګړې ډېر زیان د بهرنیانو پرځای پخپله د افغانستان خلکو ته اوړي.

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې ځینې افغان طالب مشران "نیولي"

افغان او د ناټو لوړ پوړي امنيتي چارواکي هلمند ته تللي

نیکولسن ویلي؛ د پاکستان ضرب عضب عملیاتو کې حقاني ډله نه ده نښه شوې

د اسلامي دولت ډېرېدونکی خطر او د افغانستان له دولت سره د حزب اسلامي د سولې تړون هم ښایي د خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو کې رول ولوبولی شي.

افغانستان کې خو هسې هم د جګړې موسم په پایته رسېدو دی او د ژمي فصل پیلېدو سره د سولې خبرو اترو په تړاو د یوه اندازه پرمختګ تمه هم کېدای شي.