ننګرهار: د پچیراګام قومي مخورو غونډه کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

ننګرهار د انځور حقوق .
Image caption غونډه د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې په یوه کور کې جوړه شوې وه او د پچیراګام قومي مخورو د خپلې سیمې پر وضعیت خبرې اومشورې کولې.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت ویاند وایي؛ په جلال اباد ښار کې د یوه قومي مخور په کور کې ځانمرګي برید کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

عطاو الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل؛ ځانمرګي د دوشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۰مه) له غرمې وروسته شاوخوا ۱:۳۰ بجې په بهسودو ولسوالۍ کې د پچیر اګام قومي مخورو غونډه په نښه کړه چې د ښایسته خان په کور کې جوړه شوې وه.

د هغه په وینا، د شایسته خان کور د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې دی او ددې ناستې ګډونوال د جلال اباد ښار په سوېل ختیځ کې د پچیراګام پر وضعیت د خبرو په تړاو دلته راټول شوي و.

پچیراګام کې له تېرو نژدې دوو اونیو راهیسې د دولتي ځواکونو او د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اورپکو ترمنځ جګړه ده.

+ 'داعش د ننګرهار پچیراګام کې پر کورونو او پوستو بریدونه پیل کړي'

نژدې لس ورځې وړاندې دولتي ځواکونو په دغه سیمه کې د داعش پر مرکزونو هوایي بریدونه وکړل او د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني پچیراګام کې د داعش پرضد د ځمکنیو عملیاتو پيلېدو امر کړی.

د پچیراګام ځینو اوسېدونکو وړاندې ویلي و چې ددغې ولسوالۍ یوه سیمه د داعش په کنټرول کې ده او د جګړې دوام لامل شوی چې خلک له خپلو کورونو وتښتي.

داعش افغانستان کې خپل فعالیت په ننګرهار کې متمرکز کړی، خو دولتي سرچینو ویلي چې دا ډله غواړي نورو سیمو ته لکه شمال او شمال لویدیځو برخو ته خپل حضور پراخ کړي.

شپږ ورځې وړاندې د غور په دشت کاسي سیمه کې ۲۸ ملکي وګړي ووژل شول چې د افغانستان دولتي چارواکو ددغو وژنو پړه پر داعش واچوله.

خو د جلال اباد ښار د دوشنبې ورځې پېښه لا څرګنده نه ده چې کومه ډله به د پچیراګام د قومي مخورو پر ناستې د ځانمرګي برید تر شا ده.

ورته مطالب