د افغانستان ولسي جرګې د چابهار هوکړه لیک تایید کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د چابهار بندر هوکړه لیک سږکال په جوزا/غبرګولي کې د درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او هند مشرانو لاسلیک کړی و

د افغانستان ولسي جرګې د ایران په سوېل ختیځ کې د چابهار بندر پراختیا اقتصادي هوکړه لیک تایید کړ.

دا هوکړه لیک روان کال د جوزا/غبرګولي میاشتې په لومړیو کې د درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او هند مشرانو د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد یوه دهلېز جوړولو په موخه لاسلیک کړی و.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړي داوود کلکاني وویل؛ د ولسي جرګې اړوندو کمیسیونونو ددغه هوکړه لیک د موادو تر ارزونې وروسته هغه تایید کړ.

+ ولسشمر غني د چابهار بندر درې اړخیزه تړون لاسلیک کړ

د هغه په وینا، دا سند په یوه سریزه او ۱۵ مادو کې د ولسي جرګې لخوا تایید شو.

افغانستان ته د چابهار اهمیت

د چابهار درې اړخیز سوداګریز او ترانزیتي هوکړه لیک د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په لړ کې د درېیو هېوادونو د اقتصادي چارو، حقوقي متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو د ګډو فني ټیمونو لخوا برابر شو.

افغانستان هیله من دی چې د چابهار بندر په پرانستل کېدو سره دا هېواد د منځنۍ اسیا په وچه چاپېرو هېوادونو لپاره د سوداګریزو توکو ترانزیتي لاره وګرځي او ترې هرکال میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي.

همداراز افغانستان د توکو د صادرولو او واردولو لپاره د پاکستان د کراچۍ او د ایران د بندر عباس بندر په پرتله د چابهار بندر ارزانه او ښه لاره بولي. اوسمهال افغانستان د توکو د راکړې ورکړې لپاره پر دغو بندرونو تکیه دی.

د انځور حقوق IRIB
Image caption چابهار بندر د ایران په سوېل ختیځ کې موقعیت لري

د چابهار بندر د بندرعباس او د کراچۍ بندر په پرتله په ترتیب سره ۹۰ کیلومتره او ۷۰۰ کیلومتره د افغانستان مرکز ته نژدې دی او د افغانستان سوداګرو ته دا فرصت ورکوي چې د نورو بندرونو په پرتله خپل توکي ۲۰ سلنه ژر وارد کړي.

د افغانستان دولتي چارواکو ویلي؛ نو په دې توګه هر سوداګر ته د یوه کانتینر مال واردولو لګښت به له اوسنیو بندرونو د واردولو د لګښت په پرتله له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالره کم وي.

افغانستان همداراز هیله من دی چې د چابهار پراختیایي هوکړه لیک عملی کېدو سره وشي کولی په کور دننه زرګونو کسانو ته د کار فرصت برابر کړي او هغه ستونزې حل کړي چې اوسمهال د افغانستان سوداګر د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې ورسره مخ دي.