غني: که قانون مې ترپښو لاندې کړ محاکمه مې کړئ

غني د انځور حقوق Google
Image caption غني: د قضایي بنسټونو په پرېکړو کې هرډول لاسوهنه "جرم" دی

د افغانستان ولسمشر وايي، نه خپله او نه هم بل چاته اجازه ورکوي چې د عدلي او قضایي ارګانونو او په ځانګړې توګه لوی څارنوال په چارو کې لاسوهنه وکړي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۰مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د څارنوالانو په څلورمه عمومي ناسته کې د عدلي او قضایي ادارو پر خپلواکۍ تینګار وکړ او ویې ویل چې د قضایي بنسټونو په پرېکړو کې هرډول لاسوهنه "جرم" دی او څوک چې دا کار کوي باید محاکمه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لوی څارنوال او د سترې محکمې رییس ته په خطاب کې وویل؛ "که زما لخوا یا زما د شاوخوا کسانو لخوا مو د قانون لږ څه نقض هم ولیده، لومړی یې له موږه پیل کړئ."

هغه د افغانستان له سیاستوالو هم وغوښتل چې د هېواد په لویې څارنوالۍ او قضایي ادارو کې له "اصلاحاتو" ملاتړ وکړي. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې سیاسي کشمکش باید ددغې سکتور پر کارونو اغېز ونه غورځوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption غني: که زما لخوا یا زما د شاوخوا کسانو لخوا مو د قانون لږ څه نقض هم ولیده، لومړی یې له موږه پیل کړئ

همداراز د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي هم خپلو خبرو کې وویل چې د قانون حاکمیت رامنځته کولو، د عدالت پلې کولو، اداري فساد او قانون ماتونې سره د مبارزې پرېکنده اراده لري.

هغه د ساري په توګه وویل، فساد سره مبارزه له څارنوالۍ پیلوي او راتلونکې اونۍ د هېواد د یوه لوړپوړي څارنوال لپاره د لویو اداري جرمونو لومړنۍ محکمه ترسره کوي.

واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي

سیګار- د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

' فساد په افغانستان کې د جکړې د ډېریدو لامل شوی '

ښاغلي حمیدي د دغه څارنوال د قضیې په اړه جزییات ورنکړل.

لوی څارنوال هغو کسانو ته چې د څارنوالۍ په کار کې "لاسوهنه او نفوذ" کوي خبرداری ورکړ چې نومونه به یې افشا کړي ترڅو دده په وینا، د قانون ماتونې او د قانون حاکمیت بحران مخه ونیول شي.

ښاغلي حمیدي د نړیوال عدالت طرحې سازمان لخوا ۲۰۱۶ کال کې د قانون حاکمیت شاخص راپور ته په اشارې سره چې افغانستان پکې د نړۍ د ۱۱۳ قانون ماتوونکو هېوادونو په کتار کې درېیم راغلی وویل؛ د افغانستان دولت د قانون حاکمیت رامنځته کولو او فساد او قانون ماتونې سره د مبارزې پرېکنده اراده لري او لویه څارنوالي به دا اراده عملي کړي.

Image caption لوی څارنوال هغو کسانو ته چې د څارنوالۍ په کار کې "لاسوهنه او نفوذ" کوي خبرداری ورکړ

د دغه راپور له مخې، افغانستان په نړیواله کچه د ۱۱۳ هېوادونو په کتار کې ۱۱۱ دی او د سوېلي اسیا او کم عاید لرونکو هېوادونو نوملړ په وروستي کتار کې دی.

دا راپور د دولت د قدرت محدودیت، فساد، پرانستي حکومت، نظم او امنیت، مدني عدالت، غیررسمي عدالت، جزایي عدالت او بنسټیزو حقوقو د شاخصونو د ارزولو پر بنا جوړ شوی او له ۲۰۱۰ کال راهیسې په منظم ډول خپرېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب