کارموندنه او هستوګنځای 'د افغانستان دولت پروړاندې جدي ننګونې دي'
د افغانستان دولت په وروستیو کلونو کې د کور جوړونې به برخه کې ډېرې هڅې کړې دي
د افغانستان د ښار جوړونې او مسکن وزیر سید سعادت منصور نادري ویلي؛ د افغانستان نفوسو ته په کتو، کارموندنه او د هستوګنځایونو برابرول ددغه هېواد له عمده ننګونو دي.
ښاغلي نادري نن چهارشنبه (عقرب/لړم ۱۲مه) کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي تر ۱۵ کلونو کم عمر لري او د ۸۰ سلنې عمر له ۳۵ کلونو کم دی.
هغه زیاته کړه؛ اوسمهال د افغانستان دولت د کارموندنې ترڅنګ، خلکو ته په مناسبه بیه د کورونو چمتو کولو هڅه کوي.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر په وینا، له کلیو نه ښارونو ته د خلکو ورتګ او له بهره د افغان کډوالو بېرته هېواد ته ستنېدل لامل شوي چې د افغانستان د ښاري نفوس کچه په چټکۍ سره لوړه شي او دا ټول خلک کورونو ته اړتیا لري.
هغه وویل؛ ددې ستونزې د حل لپاره به د افغانستان دولت د ځینو بانکونو په همکارۍ "هستوګنځایونو لپاره د پیسو صندوق" جوړ کړي.
ښاغلي نادري وویل؛ په لومړي ګام کې د افغانستان بانکونه چمتو شوي چې مشتریانو ته ۱۰ کلنو قسطونو کې پور ورکړي او د دولت هڅه دا ده چې دا موده ۳۰ کلونو ته زیاته کړي.
هغه وویل؛ که د میاشتنۍ ورکړې اندازه کمه شي، نو خلک به وکولی شي کورونه راونیسي.
د افغانستان د ښار جوړونې او مسکن وزیر وویل؛ د هستوګنځایونو د ستونزې د حل لپاره به د افغانستان دولت په ټولو ښارونو کې د کور جوړونې ملي پروګرام پلی کړي.
هغه وویل؛ د ۱۰ زرو کورونو له ډلې چې ټاکل شوې چین یې جوړ کړي، نژدې ۲۶۰۰ اپارتمانونه به یې د کابل ښار په لویدیځه څنډه دارلامان سیمه کې جوړ شي او پاتې په پام کې ده په ولایتونو کې ورغول شي.
ښاغلي نادري وویل چې دولت به د کور جوړونې یو ملي پروګرام پیل کړي
د هغه په وینا، ۱۰۰۰ نور اپارتمانونه به کابل کې د قطر لخوا جوړ شي.
ښاغلي نادري څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې د کور جوړونې پروګرام پراختیا لپاره له روسیې سره د وړاندې جوړو شویو کورونو د فابریکې پر جوړولو هوکړه کړې چې د اپارتمانونو د جوړولو موده له دوو کلونو شپږو میاشتو ته راټیټوي.
هغه وویل؛ دولت نور پر خلکو ځمکې نه خرڅوي، بلکې دا ځمکې د خصوصي سکتور په مشارکت پر کورونو او هستوګنځایونو بدلوي.
د افغانستان د ښار جوړونې او مسکن د وزیر په وینا، د خواجه رواش په سیمه کې چې افغانستان کې د کور جوړونې ترټولو لویه پروژه بلل شوې، ۵۰ سلنه اپارتمانونه د هغوی اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.