د بي بي سي خبریال احمد یما ترافیکي پېښه کې مړ شوی

احمد یما
Image caption بي بي سي د افغانستان لپاره خپرونو مشره مینه بکتاش وايي د احمد یما ناڅاپي مړینې د خبریالانو ټولنه غمجنه کړه.

د بي بي سي خبریال احمد یما په یوې ترافیکي پېښې کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ښاغلی یما له کابله د کندز پر لور په خپل موټر کې روان ؤ چې پلخمري ته نژدې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

په سیمه کې ځایي چارواکي د پېښې پلټنه کوي چې جزییات به یې شریک شي.

بي بي سي د افغانستان لپاره خپرونو مشره مینه بکتاش وايي په تېرو لسو کلونو کې بي بي سي د افغانستان لپاره پښتو او دري خپرونو کې، د احمد یما غږ له اصلي غږونو ؤ، او د ده ناڅاپي مړینې د افغان خبریالانو ټولنه غمجنه کړه.

احمد یما له یوې لسیزې را پدېخوا د بي بي سي پښتو او دري څانګې ته کار کوه او شمالي کندز ولایت کې مېشت ؤ.

ښاغلی یما چې د ګڼو شمالي ولایتونو د خبري پوښښ دنده یې پر غاړه وه، په ډېرو خطرناکو حالاتو کې د بي بي سي تر اورېدونکو خبرونه ور-رسولي دي.

احمد یما چې ۲۰۰۶ کال کې یې بي بي سي سره خپله همکاري پیل کړه د افغانستان پر سیاسي او ټولنیزو مسلو پوه خبریال ؤ. ده د ماسټرۍ تر کچې لوړې زدکړې کړې وې.

د بي بي‌ سي‌ کابل دفتر مشر وحید مسعود وايي "د احمد یما مسکا له صمیمیته ډکه وه. یوه لسیزه یې له کندزه رپوټونه راکړل، له جګړو او وسلوالو نښتو روغ ووت خو یوې ناځوانې ترافیکي پېښې یې ژوند واخیست ".

د احمد یما تلویزیوني رپوټونه:

۱. د کندوز تاوتریخوالي خلک بې کوره کړي

۲. د بغلان زندان د ودانۍ څرنگوالى ښه نه دى

د یما همکاران وايي د افغانستان د سیاسي او پوځي وضعیت په هکله به د ده شننه او تحلیل دومره کره او پر ژورنالیستیکي معیارونو برابر ؤ چې کله هم د کومې خوا له غبرګون سره نه ؤ مخامخ شوی.

تېر کال کله چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د کندز ښار کې نښتې روانې وې، احمد یما نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې چې پر ټولو معیارونو برابر له معلوماتو ډک رپوټونه چمتو کړي.

ښاغلي یما د افغانستان د شمالي ولایتونو پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي چارو له مالوماتو ډک، په زړه پورې رپوټونه ورکړي.

د احمد یما همکاران وايي، ده به هېڅ کله هڅه نه کوله چې یو خبر تر ټولو لومړی خپور کړي، بلکه تل به یې هڅه دا وه چې تر ټولو یې دقیق خپور کړي او بې پرېتوب او انډول په پام کې ونیسي.

بي بي سي کې به همکارانو ورسره ټوکې کولې چې سیاسي او ټولنیزه پوهه خو دې یوې خوا، خو کله چې د کرهنې او مالدارۍ بحث پر مخ بیایې، له پوهې دې داسې ښکاري لکه پوخ بزګر چې یې.

Image caption د احمد یما بې پرې او کره رپوټونه د بي بي سي د ډېرو اورېدونکو د معلوماتو سرچینه وه.

احمد یما چې لومړی یې الهام تخلص هم کاوه، د سپورټ مینه وال ؤ او هم یې کندز ولایت کې د ورزشي لوبډلو ملاتړ کاوه.

ښاغلي یما یاد ولایت کې د فوټبال او کرېکټ لوبډلو سره ډېره مینه درلوده.

احمد یما یو ځل د حج د مراسمو ادا کولو ته تللی ؤ خو په خپل تر ټولو وروستي فېسبوک پوست کې یې بیا هم حج ته د تلو هیله څرګنده کړې وه.

اړونده مطالب