د بي بي سي خبريال احمد يما ژوند
د بي بي سي خبريال احمد يما ژوند
د بي بي سي خبریال احمد یما شېرزاد کندوز کې د جنازې له مراسمو وروسته خاوروته وسپارل شو.
دی پرون له کابله کندوز ته پر لار بغلان کې په یوې ترافیکي پېښې کې مړ شوی و.
خبريالانو، د ځينو رسنيو استازو او يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو د احمد يما شېرزاد مړينه د افغانستان خبري ټولنې لپاره يو تاوان ګڼلی دی.
احمد یما له یوې لسیزې را پدېخوا د بي بي سي پښتو او دري څانګې لپاره کار کاوه او شمالي کندوز ولایت کې مېشت و.