د عکسونو البوم: د هلمند کجکي برېښنا بند
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او یوه ترکي شرکت ترمنځ د یوه تړون په لاسلیکېدو یو ترکی شرکت د هلمند د کجکي اوبو برېښنا بند دویمه برخه جوړوي. زموږ همکار مامون دراني دا انځورونه راستولی دي.
د کجکي د برېښنا فابریکه د کندهار په شمال لوېدیځه خوا کې د هلمند په شمالي برخه کې پرته ده.
د کجکي بند د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۳ کلونو په منځ کي د برېښنا د تولید او اوبو لګولو په موخه جوړ شو.
د امریکا متحده ایالاتونو په ۱۹۷۵ کال کې پر دغه بند دوه توربینونه، چې هر یوه یې د ۱۶،۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لرله، نصب کړل.
د کجکي فابریکې د برېښنا د ظرفیت لوړولو لپاره یوځل بیا په ۲۰۰۸ کي د امریکا متحده ایالاتو او انګریزانو هڅي پیل کړې او یو بل توربین، چې د ۱۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، هلته ولیږداوه.
ټیک ۸ کاله وروسته د تېرې جمعې پر شپه د کجکي پربند دریم توربین هم ګټې اخیستنې ته چمتو شو او په فعالېدو سره یې د ددغې فابریکې د برېښنا تولید ۵۱ میګاواټه ته پورته شو.
له دې برېښنا څخه د هلمند ځینې برخې او د کندهار ښار ګټه اخلي.
څو ورځې وړاندې د هلمند کجکي برېښنا بند دویمې برخې جوړولو تړون هم لاسلیک شو، چې ددغه تړون له مخې به ددغې فابریکې د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټه ته پورته شي.
ترڅنګ به ددغه بند د اوبو د زېرې وړتیا له نژدې یو میلیارد متر مکعب اوبو څخه ۲٫۳۴ میلیارد متر مکعبو ته لوړه شي، چې په مټ به یې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.