کندوز کې دوو ټپي شویو امریکايي پوځيانو ساه ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکايي ځواکونه وايي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتېرو نومونه نه په ډاګه کېږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان امریکایي جنرال جان نیکولسن وايي، کندوز کې د جګړې پرمهال دوو ټپي شویو امریکايي سرتېرو ساه ورکړه.

افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي، دغه امریکايي پوځيان په کندوز ولایت کې له افغان همکارانو سره د پوځي روزنیزو عملیاتو پرمهال تر برید لاندې راغلل.

په برید کې دوه نور امریکايي پوځيان هم ټپیان شوي وو.

'کمزورې مشرتابه د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې'

افغان ځواکونه 'اغېزناک فعالیت' کوي

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي "په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له خوا نن موږ د خپلو ملګرو د مړینې په اړه د دوی له کورنیو سره غمشریکي ښیو."

جنرال نیکولسن وايي، د دوو نورو ټپي شویو سرتېرو ښه درملنه روانه ده.

سرچینه وايي، پر دغو امریکايي سرتېرو له افغان ځواکونو سره یوځای د طالبانو پرضد د چاڼیزو روزنیز عملیاتو پرمهال ډزې وشوې او ټپیان شول.

امریکايي ځواکونه وايي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتېرو نومونه نه په ډاګه کېږي.

څو اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر کندوز ښار پراخ بریدونه وکړل، چې د ښار ځینې برخې یې ونیوې، خو امریکايي ځواکونو په همکارۍ افغان ځواکونو بېرته له ښاره وایستل.

تېر کال هم طالبانو پر همدې نېټه پر کندوز بریدونه وکړل او د څو ورځو لپاره یې دغه ښار ونیو.

کندوز کې څلورمه ورځ هم جګړه دوام لري

دا مهال افغانستان کې د امریکا ۹۸۰۰ او د نورو هېوادونو شاوخوا درې زره پوځيان مېشت دي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې دنده مخته وړي.

ورته مطالب