کندوز کې "۳۰ ولسي وګړي وژل شوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان چارواکي وايي، له طالبانو سره په جګړه کې درې سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان شوي دي.

په کندوز کې افغان چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې بهیر کې ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د والي ویاند سیدمحمود دانش بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونو د پنجشنبې په شپه د کندز ښار په بز کندهاري سیمه کې د طالبانو ضد عملیات پیل کړل چې وروسته نښته پیل شوه.

د هغه په خبره، په نښته کې افغان ځانګړو او هوايي ځواکونو هم ګډون وکړ او په پایله کې شپږ ویشت طالبان وژل شوي دي او ۱۷ ټپیان شوي دي.

ښاغلی دانش وايي په وژل شویو کې د طالبانو د نهو نورو په ګډون، یو مشهور قومندان ضیاالرحمان چې متقي یې هم بولي وژل شوي.

نوموړی زیاتوي، په دې جګړه کې طالبانو بیا هم د خلکو له کورونو ګټه اخیستې چې په سبب یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده." ۳۰ ولسي افغانان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي او تر ۲۵ نور ټپیان شوي دي."

په کندوز کې د پولیسو د شمال ختیځ زون قومندان شېرعزیز کامه وال بي بي سي ته وویل، طالبانو بیا غوښتل چې په کندوز کې بلوا جوړه کړي، خو سملاسي ځانګړي ځواکونه لاس په کار شول او د طالبانو پلان یې شنډ کړ.

نوموړی زیاتوي، طالبانو د عملیاتو په لومړیو کې مقاومت وکړ او افغان ځواکونو هوايي مرسته وغوښته او مقابل لوري ته یې سخته ماتې ورکړه.

د هغه په خبره، افغان ځواکونه تل هڅه کوي چې ولسي وګړي زیانمن نه کړي، خو ښايي د دواړو لورو(حکومت او طالبانو) په ډزو کې دا خلک وژل شوي وي.

دغه امنیتي چارواکي عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو رول ردوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ دفتر چارواکو بي بي سي ته ویلي "عملیات د افغان ځواکونو له خوا تر سره شوي او د ملکي خلکو د وژل کېدو ادعا به له خپلو ملګرو سره وڅېړي ". دوی وايي د "ملکي وګړو وژنه ډېره جدي نیسي ".

کندوز ښار کې د روغتون یو داکټر نعیم منګل وايي، د دې پېښې ۲۹ کسانو روغتون ته لېږدول شوي په دې کې ۱۷ کسان بستر او پاتې رخصت کړل شوي دي.

نوموړی وايي، روغتون ته د یوې ښځې او یو ماشوم مړي هم ور وړل شوي دي.

افغان چارواکي وايي، له طالبانو سره په جګړه کې درې سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان شوي دي.

ورته مطالب