ګوانتانامو زندان کې د ۸ افغانانو بې جرمه بند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه په "ګوانتانامو کې د افغانانو تجربې" ۶۷ مخیز راپور کې د هغو اتو تنو افغانانو دوسیو ته پام شوی چې په دغه بدنامه زندان کې یې اوږده موده تېره کړې ده.

د افغانستان د شنونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې لږ ترلږه اته افغانان پرته له کوم سنده، په تېروتنې، د نا سمې ژباړې او یا هم د ځورونې پرمهال د اعتراف له کبله له کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د دغه راپور په اړه ویلي له هغه خبر دي خو جزییات یې لا نه دي لوستلي.

دغه په "ګوانتانامو کې د افغانانو تجربې" ۶۷ مخیز راپور کې د هغو اتو تنو افغانانو دوسیو ته پام شوی چې په دغه بدنامه زندان کې یې اوږده موده تېره کړې ده.

د ګوانتانامو پخوانی بندي جهاد دیاب له یوروګوای وځي

له دې ډلې شپږ تنه یې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو په مودې کې نیول شوي دي او دوه تنه نور یې په ۲۰۰۷ کال کې دغه زندان ته اچول شوي.

د دوی ترمنځ هېڅ یو یې هم د جګړې په ډګر کې نه دی نیول شوی، خو ددغه راپور څېړونکې کیټ کلارک وايي له دې ډلې شپږ تنه یې د پاکستاني او یا افغان ځواکونو له خوا نیول شوي او یوازې دوه تنه یې د ناپېژندل شویو کسانو د معلوماتو پربنسټ د امریکایانو له خوا نیول شوي.

د افغان څېړونکو شبکه وايي، د امریکايي پوځيانو څېړنو او سندونه او د محکمې سندونه ښيي چې پر دغو کسان لګېدلي تورونه څرګند نه دي او د هغوی نیول کېدل د اوازو، پټو شواهدو، ګوندي اختلافونو، غلطې ژباړې او د ځورونې په پایله کې د څرګندونو او حقیقتونو پر برخو کې سختې تېروتنو پر بنسټ شوې دي.

"فلانی ترهګر دی"!

کیټ کلارک لیکلي په یوه پېښه کې د نیول کېدو په یوه پېښه کې یو تن له دې امله نیول شوی چې له بل کس څخه یې اورېدلي وو چې فلانی ترهګر دی.

دغه راپور وايي امریکايي پوځیانو وخت، جغرافیه او ډلو په اړه تېروتنه کړې او ان هغه ډلې چې کلونه مخکې یې وسلې پر ځمکه اېښي او یا هم هېڅکله د جهادي ډلو په کتار نه دي جنګېدلي سره ګډې کړې دي.

د دغو اتو تنو دوسیې ښيي د اسلامي ګوند هغه کسان چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي ځواکونو پر ضد جنګېدلي د شک په سترګه کتل کیږي.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغان د څېړونکو شبکې شنونکي وايي امریکايي پوځیان نه دي توانېدلي چې د اتو کسانو له ډلې پر یوه یې هم څه ثبوت کړي.

کیټ کلارک وايي هغه کسان، وروڼه یې او یا تره یې چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د یوه ګوند تر سیوري لاندې جنګېدلي په ۲۰۰۰ کال کې د هغوی جګړه ییز دریځ نه په ډاګه کوي.

د افغان د څېړونکو شبکې شنونکي وايي امریکايي پوځیان نه دي توانېدلي چې د اتو کسانو له ډلې پر یوه یې هم څه ثبوت کړي.

شبکه دا هم وایي دا چې وښوول شي دا اته تنه هېڅ یو یې هم هیڅ کاره نه وو دا دی چې طالبانو د امریکايي سرتېري بریګډال د تبادلې پرمهال د دغو کسانود خوشي کولو لپاره هېڅ راز هڅه نه ده کړې.

بګرام زندان، که د 'افغانستان ګوانتانامو'

د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي په پایله کې د اتو کسانو له ډلې پنځه تنه یې لا هم په ګوانتانامو کې بندیان دي او د درې تنه نور یې د امریکا حکومت له خوا عربي متحده اماراتو ته ولېږل شول، چې اټکل دی هلته لا هم په یو ډول تر څار لاندې دي او تر اوسه یې افغانستان د ستنولو په اړه تصمیم نه دی نیول شوی.

د شمېرو له مخې د ګوانتانامو زندان د ۷۸۱ بندیانو له ډلې چې ددغه په ډوډۍ کې یې څکه کړې ۲۲۰ تنه یې افغانان وو.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه لا کوم غبرګون نه دی ښوولی خو د افغانستان د څېړونکو شبکه وايي دغې څېړنې د امریکا د استخباراتو او عدلي چارو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

اته بندیان څوک دي؟

حاجي ولي محمد: د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، چې کابل کې یې صرافي کوله، له القاعدې او طالبانو د ملاتړ تور پرې لګېدلی. نوموړی د ۲۰۰۲ کال جنورۍ کې پاکستان کې ونیول شو، چې له ۱۴ کلونو راهیسې ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

عبدالظاهر: د لوګر ولایت دی - دی ژباړن او څوکیدار و، د القاعدې په د ترجمان تور پرې لګېدلی. له ۱۴ بند وروسته اوس هم ګوانتانامو زندان کې دی.

عبیدالله: د خوست ولایت د خوراکي توکو یو هټیوال دی، چې د القاعدې شبکې په غړیتوب تورن شوی. اوس له ۱۴ کلونو بند وروسته له ګوانتانامو زندانه سعودي عربستان ته لېږدول شوی.

بوستان کریم: د خوست ولایت او ګل خرڅوونکی و، چې د القاعدې د یوې څانګې په مشرۍ تورن شوی، هغه د ۲۰۰۲ په اګست کې پاکستان کې امریکايي ځواکونو ته سپارل شوی و.

محمد کمین: د خوست یو ملا امام دی چې القاعده کې د غړیتوب په شک نیول شوی، نوموړی هم سعودي عربستان ته لېږدول شوی.

حمید الله: د کابل اوسېدونکی او د موټرو خرڅوونکی دی. نوموړی د اسلامي حزب غړی دی. له ملي محاذ، طالبانو، القاعدې، اسلامي حزب او ځینو نورو ډلو سره د پلوۍ په تور نیول شوی.

هارون ګل: د ننګرهار ولایت د خوراکي توکو دوکاندار او د اسلامي حزب قومندان و. هغه د ملي امنیت له خوا نیول شوی، خو ملي امنیت یې نیول ردوي.

محمد رحیم: د ننګرهار ولایت موټر خرڅوونکی دی. پر هغه تور دی چې ګني د اسامه بن لادن ژباړن و. دی په ۲۰۰۷ کال پاکستان کې نیول شوی او افغانستان ته لېږدول شوی. د سي ای اې له خوا ربړول شوی. له نهو کلونو بند وروسته اوس هم ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

ورته مطالب