پنتاګون افغانستان کې د القاعدې یوه مشر مړینه تایید کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پنتاګون وایي؛ القحطاني د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې په یوه ډرون برید کې وژل شوی

امریکا په افغانستان کې د القاعدې د یوه مشر فاروق القحطاني وژل کېدل تایید کړل. د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي؛ د القاعدې دغه لوړپوړی مشر دوه اونۍ وړاندې په ختیځ کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.

القحطاني چې عربستان کې زېږېدلی و، له فبروري میاشتې راهیسې د امریکا د "ترهګرۍ" تور لست کې شامل شوی و.

لکه څنګه چې پنتاګون وایي؛ هغه القاعده کې پر امریکا کې د بریدونو له اصلي طراحانو و.

+ 'کونړ کې د 'لشکر طیبه' ۱۹ غړي وژل شوي'

فاروق القحطاني چې د قطر تبعه و، همداراز په اروپا کې د مرګونو بریدونو په طرحه کولو په لاس لرلو تورن و.

د افغانستان دولت یوه ویاند ویلي؛ القحطاني او ۱۵ نور اورپکي د اکتوبر په ۲۳مه د افغانستان په ختیځ کې په یوه برید کې ووژل شول.

ددغه راپور له مخې، په وژل شویو کې دوه عربان او څو پاکستاني اورپکي هم وو.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يوه رپوټ کې ويل شوي چې القاعدې ته وفاداره جنگيالي د افغانستان په اوسنيو جگړو کې د طالبانو ملاتړ کوي.

رپوټ کې داهم ويل شوي چې د اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې ډېره کمزورې شوې ده.

ورته مطالب