د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي ۴۵ زره اورپکي له افغان حکومت سره جنګېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په افغانستان کې وسله والې ډلې

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یو نوی رپوټ وايي په افغانستان کې ۴۵ زره اورپکي له افغان ځواکونو سره جنګېږي، چې له ۲۰ تر ۲۵ سلنه یې بهرنیان دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د دغه رپوټ پر بنسټ ویلي، افغانستان کې د القاعده شبکې غړي له طالبانو سره د دوی په بریدونو کې مرسته کوي. رپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش ډله کمزورې شوې ده.

په افغانستان کې د اورپکو دا شمېر په داسې حال کې ورکړل شوی چې د نور کله پرتله اوس افغانستان کې د جګړې ډګر تود دی.

افغان پوځ: کندوز کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

افغان حکومت د ملګرو ملتونو دغه رپوټ ته غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د دغو ۴۵ زره وسله والو طالبانو شتوالی ثابت نه دی. د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، د وسله والو شمېر د موسمونو له بدلون سره بدلون کوي.

نوموړی وايي په ژمي کې د وسله والو شمېر لږ شي او په پسرلي کې بیا دغه شمېر بېرته ډېرېږي. ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې لیکلي، چې په القاعده پورې تړلي وسله وال په جګړه کې د وسله والو طالبانو د ملاتړ مهم رول لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان حکومت وايي چې په ټول کال کې د وسله وال شمېر یو ډول نه وي

رپوټ کې ویل شوي، چې د افغان حکومت د دغو ۴۵ زره وسله والو مخالفانو په ډله کې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې بهرنیان دي.

د بهرنیو ځواکونو غبرګون

بل لور ته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال جان نېکلسن وايي د ملګرو ملتونو دغه رپوټ یې تر اوسه نه دی لېدلی، خو زیاتوي که د مخالفانو شمېر تر یادو شمېرو ډېره هم شي افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او د ده په خبره دښمن ته ماتې ورکولای شي.

ملګري ملتونه وايي، د القاعده او طالبانو ډلې تر منځ هغه هغه مهال اړیکي پیاوړي شوو، چې ملااختر منصور د دغې ډلې مشري کوله او وايي، وروسته، چې ملاهبت الله د یادې ډلې مشر شو، دغو اړیکو دوام وموند.

القاعده وسله وال د جګړې په ډګر کې د طالبانو ملګرتیا تر څنګ په لاس د جوړ شویو چاودیدونکو توکو جوړولو کې مرسته کوي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې په ختیځ افغانستان کې د اسلامي دولت نومي ډلې یا ' داعش ' وسله والو شمېر له ۳۵۰۰ کسانو نه ۱۶۰۰ کسانو ته راټیټ شوی دی، چې وايي نژدې ۷۰۰ کسه یې بهرنیان دي.

اړونده مطالب