یوسفزي د شربت ګلې "یوه پیسه هم نه ده خوړلې"

د انځور حقوق DPA
Image caption شربت ګله هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه چې نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور پر خپلې مجلې خپور کړ

په پېښور کې مېشت خبریال او شننونکي رحیم الله یوسفزي هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل چې ګنې ده له شربت ګلې سره شوې مرستې خپل ځان ته ستنې کړې دي.

د عکاس سټیف مکري خور او د هغه د بنسټ ویاندې بونې مکري بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د دوی ټولې شوې مرستې د رحیم الله یوسفزي له خوا شربت ګلې ته رسېدلې دي.

له دوو ورځو راهیسې په خواله او ځینو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې د نشنل جیوګرافیک د عکاس سټېف مک کري له خوا له شربت ګلې سره شوې مرستې ښاغلي یوسفزي هغې ته نه دي ورکړي.

امنيسټي، د شربت ګلې د اېستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه غندلې

شربت ګله به دوشنبه کابل ته واستول شي

ښاغلي یوسفزي له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وویل "شربت ګله مې د خپلې خور په ډول نازولې او هغې ته د شویو مرستو خوړل مې لا په ذهن کې نه دي راغلي"

شربت ګله هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه چې مشهورې رسنۍ نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور پر خپلې مجلې خپور کړ.

د سټیف مکرې بنسټ هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې ویلي، له شربت ګلې سره د دوی له خوا د شویو مرستو "یوه پيسه هم ښاغلي یوسفزي نه ده خوړلې."

د انځور حقوق Steve McCurry
Image caption د سټیف مک کرې بنسټ هم په خپل ټوېټر پاڼه کې ویلي، له شربت ګلې سره د دوی له خوا د شویو مرستو "یوه پيسه هم ښاغلي یوسفزي نه ده خوړلې."

د ټوېټر په دې اعلاميه کې دا هم راغلي چې د شربت ګلې د لومړي عکس له اخستلو ۱۵ کاله وروسته یې هغه د ښاغلي یوسفزي په مرسته وموندله چې له مرستې یې "منندوي" دي.

د سټیف مک کري د بنسټ ویاندې وویل په رسنیو کې د دغو شويو ادعاوو پوښتنه به وکړي.

رحیم الله یوسفزی چې پاکستان کې مشهور خبریال او څېړونکی دی وايي، وروسته له هغه چې شربت ګله دوه اوونۍ وړاندې په پېښور کې ونیول شوه، سټیف مک کري د هغې د مرستې لپاره ۵۰۰۰ ډالره د نوموړي بانکي حساب ته استولي وو.

خو وايي پاکستان کې د قانون له مخې په دومره اندازه مرسته شوې پيسې چې له بهره ور استول شوې وي، له بانک نه شې اخېستل کېدای او له همدې وجې هغه پيسې بېرته د مک کري بانکي حساب ته استول شوې دي.

Image caption ښاغلي یوسفزي له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وویل "شربت ګله مې د خپلې خور په ډول نازولې او هغې ته د شویو مرستو خوړل مې لا په ذهن کې نه دي راغلي"

د مک کري بنسټ هم پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پیسې د بانکي ستونزو له وجې بېرته دوی ته رسېدلي دي او د بیا ور لېږلو لپاره لارې چارې لټوي.

شربت ګله په پېښور کې په دې تور نیول شوې وه چې د پاکستان پېژندپاڼه یې جوړه کړې وه.

ټاکل شوې هغه به سبا له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنه شي.

خو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې، د خیبرپښتونخوا ایالت له اعلی وزیر او ایالتي حکومت نه غوښتي، چې د بشري خواخوږي پر بنسټ شربت ګله افغانستان ته و نه شړي.

ورته مطالب