تېر کال د افغانستان پر ۱۵۸ پروژو 'هېڅ پیسې نه دي لګول شوې'

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان کلیوالې سیمې د بیارغونې له بهیره ډېرې وروسته پاتې دي

د افغانستان د تفتیش عالي ادارې د شمېرو پربنسټ، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۶۰۶ پروژو ته انکشافي بودیجه ځانګړې شوې وه. له هغې ټولګې ۱۵۸ پروژو هېڅ پیسې نه دي لګولې او د دغو پروژو د کار لپاره د مالیې له وزارت هېڅ پیسې هم نه دي غوښتل شوي چې د ټولو مالي پروژو شپږویشت سلنه جوړوي.

د افغانستان د تفتیش ادارې چارواکو چې نن (سه شنبه) د ۱۳۹۴ لمریز کال د قطعیې یا د مالي لګښت وروستي راپور په اړه خبریالانو ته خبرې کولې وویل سربېره پر دې چې د ۲۶ سلنه پروژو کار بودیجه هېڅ نه ده لګول شوې په ۱۷۲ نور کې یې تر پنځوس سلنې لږ بودیجه لګول شوې ده.

د افغانستان د بودیجې یوه لویه برخه امنیتي ادارو او د پوهنې وزارت ته ځانګړې شوې ده چې شاوخوا ۸۵ سلنې ته رسیږي.

"تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"

د تفتیش د عالي ادارې مرستیال سید محمد مهدي حسیني وايي په بودیجې کې ځینې فصلونه له نورو سره په هېڅ ډول د تعدیل وړ نه دي.

خو زیاتوي د افغانستان د دفاع او کانونو وزراتونو او ولسي جرګې د بودیجې له اصولو سرغړونه کړې او د بودیجې منع شوي فصلونه یې تعدیل کړي دي:

"د بودیجې د لګښت په برخه کې ټینګار شوی چې په هیڅ نوم دغه فصلونه د تعدیل وړ نه دي. او هرې ادارې چې په دې برخې کې خپل ځان ته بودیجه ځانګړې کړي وي تعدیل نه پکې راځي. خو موږ د خپلو څېړنو په ترڅ کې ولیدل چې د دفاع وزارت د ۱۳۹۴ کال په اوږدو کې ۹۸۸ میلیونه افغانۍ د معاشونو د ولسي جرګې د دارالانشا له ۲۱۰ کود څخه اووه میلیونه افغانۍ او شپږ میلیونه افغانۍ هم د کانونو وزارت د برېښنا برښنا لګښت څخه کمې شوې دي. او ناممنوع فصلونو ته ور اضافه شوي دي."

ښاغلی حسیني وايي په ۱۳۹۴ لمریز کال کې څه باندې دولس میلیارده افغانۍ په پیشکي ډول اخیستل شوي چې د اتو میلیاردو حساب تصفیه شوی او د څلور میلیاردو افغانیو حساب یې لا هم نه دی روڼ.

Image caption په ټوله کې د انکشافي بودیجې ۵۴،۵ سلنه لګول شوې ده.

ولسي جرګې هم د سه شنبې ورځې په غونډې کې د بودیجې او قطعیې په اړه بحثونه لرل، د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي وايي د تېر کال بودیجه تر ډېره په مناسبو ځایونو نه ده لګول شوې:

"د ۱۳۹۴ کال په قطعیې کې چې ۵۴ سلنه بودیجه لګول شوې، که یې و ارزوو، تر ډېره پر لوکسو اخیستنو لګېدلي. د بېلګې په توګه موټرې پرې اخیستل شوي، ودانۍ پرې ښکلې کړای شوي. او هغه پروژې چې د خلکو ستونزې پرې حل کیږي هیڅ کار نه دی پکې شوی."

په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د افغانستان ټوله انکشافي بودیجه شاوخوا ۱۵۲میلیارده افغانۍ وه چې له هغې ډلې شاوخوا ۸۳ میلیارډه افغانۍ یې لګول شوي او څه باندې ۶۹ میلیارډه یې پر ځای پاتې دي.

د افغانستان پارلمان د ۱۳۹۵ مالي کال بودیجه تصویب کړه

په ټوله کې د انکشافي بودیجې ۵۴،۵ سلنه لګول شوې ده.

په دې برخې کې له بهرنیو سر چینو هم د ۱۶۱ میلیارده افغانیو ترلاسه کولو اټکل شوی وو چې هغه شمېر هم ۱۴۹ میلیارده افغانیو ته راټیټ شوی او بیا له هغې جملې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ یې ترلاسه شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۶۰۶ پروژو ته انکشافي بودیجه ځانګړې شوې وه. له هغې ټولګې ۱۵۸ پروژو هېڅ پیسې نه دي لګولې

ورته مطالب