ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ازار د منع قانون طرحه تصویب کړه

پارلمان
Image caption د افغانستان ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ازار قانون طرحه تصویب کړه

د افغانستان پارلمان د رایو په اکثریت د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ازار د منع قانون طرحه تصویب کړه. ددغه قانون له مخې، د ښځو او ماشومانو ځوروونکي له ۵ زرو تر ۲۰ زرو افغانیو نقدي سزا او په ځینو مواردو کې له درېیو تر شپږو میاشتو حبس محکومېږي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي؛ په دغه قانون کې کلامي، غیرکلامي، لیکلي او تصویري ځورونې تعریف شوي او جرم بلل شوې دي.

عامو ځایونو، دفترونو، تعلیمي او تحصیلي او روغتیايي مرکزونو کې کلامي، غیرکلامي، او لیکلي ځورونې او ازار ته چې د ولسي جرګې مصوبې "خفیفې ځورونې" بللي، له ۵۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰ افغانیو نقدي سزا وړاندیز شوې ده.

د ځورونو تکرار او د ګومارونکي، روزونکي، استاد او ډاکټر لخوا ځورونې بیا ؛شدیدې ځورونې" بلل شوي او ورته له محکمې نه له درېیو تر شپږو میاشتو د حبس غوښتنه شوې ده.

+ د نجونو ځورول نور پای ته ورسوﺉ

+ د افغانستان حکومتي ادارو کې جنسي ځورونه

دغه طرحه په ۳ فصلونو او ۲۹ مادو کې نن (عقرب/لړم ۱۹مه) د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د تصویب په موخه وړاندې شوه چې د ۱۲۷ حاضرو وکیلانو له ډلې ۱۱۹ ورته د تایید رایه ورکړه.

مېرمن کوفي وویل؛ دا چې افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ځورونه یوه نوې مساله ده، قوانینو کې ورته څه وړاندوینه نه وه شوې خو یوازې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي منع قانون یوه ماده کې ورته اشاره شوې وه.

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون رییسې وویل؛ که څه هم وړاندې ۱۳۹۴ کال کې د ښځو د ځورونې او ازار د مخنیوي مقرره د عدلیې وزارت لخوا چمتو او د وزیرانو شورا لخوا تصویب شوې، خو دا چې اجرایی ضمانت نه لري، اړتیا وه چې قانون رامنځته شي.

Image caption وروستیو کلونو کي افغانستان کي د ښځو ځورونې او ازارول ډېر شوی

د افغانستان ولسي جرګې یوې بلې غړې مسعودې کرخي وویل؛ د افغانستان په لویو ښارونو کې د نفوسو ډېروالی، جګړې او تر جګړو وروسته منفي اغېزې هغه څه دي چې له امله یې په تعلیمي - تحصیلي، چاپیریال او کاري مرکزونو کې د ښځو ځورونه او ازار مخ په زیاتېدو دی.

مېرمن کرخي وویل؛ ځورونې او ازار له روحي پلوه ښځې او ماشومان زیانمن کړي، د ټولنې عمومي ځایونو د ناامنۍ، ټولنه کې د ښځو مشارکت کمېدو او ټولنیزو ارزښتونو د لمنځه تللو لامل شوې ده.

+ دا کابل دى: ښځې ولې مخ لوڅې شوې؟

+ کابل کې يوازنی ښځينه زندان، بنديانې شکايت لري

د قانون دغه طرحه له مدني فعالانو او د افغانستان عدلیې وزارت سره په مشوره جوړه شوې ده. ددې قانون هدف د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ازار مخنیوی، د ځورونې او ازار له زیانمن شویو ملاتړ، له ځورونې او ازار پرته د تعلیم، تحصیل، کار او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه د خوندي چاپیریال رامنځته کول دي.

دا قانون داسې مهال تصویبېږي چې افغانستان کې د ښځو ځورونه او ازارول په ځانګړې توګه عمومي ځایونو کې او ان ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ښځو شکایتونه راپورته کړي او په همدې تړاو وړاندې ځینې اعتراضي لاریونونه هم شوې دي.

اړونده مطالب